ځواکمن او حاکم مدنيتونه او د مغلوبيت سير!
ژباړه: وحيدالله مصلح
تاريخ په وار وار ليدلي چې تر ټولو ستر ځواک او تمدن هم يو ورځ پر زوال اخته شوی:
د يوناني تمدن د غلبې په زمانه کې له يونانيت نه متأثره خلکو همدا يونانيت د انساني تمدن وروستی حرف ګاڼه، او ورڅخه انحراف او اختلاف يې لېونتوب، پرېشاني او کفر ګڼلو، ليکن بيا يوه ورځ دا تمدن راوپرځېد او اوس يوازې د پخوانيو اثارو حيثيت لري.
د روم د عروج پر مهال رومي تمدن هم دغسې و، ليکن باالاخره د دې تمدن تختې هم ماتې شوې او نن يې اثار پر زمکه نه بلکه د زمکې لاندې پلټل کېږي.
د فارس تمدن برخه هم له دې جلا نه ده، بابلي، مصري، آشوري، چينايي، ګندهارا او هړپا او هغه ۲۹ تمدنونو ټولو سره همدغسې کانې شوي چې د خپلې زمانې غالب، نه تسخيريدونکي او مترقي ګڼل کېدل.
که د ماضي ټول تمدنونه تسخيريدونکي ثابت شول، او يوه ورځ همغه خلک کامياب شول چې د دغو تمدنونو تقليد او تقالي يې نه کوله او د هغوی پر ځای يې يو بل نظام وړاندې کاوه، نو د راتلونکي په اړه ولې دا تصور کېږي چې غربي تمدن به د خپلې غلبې سره سره نه تسخيرېږي؟
يوازې دا چې ګنې نن يو ځانګړى تمدن غالب دی، دا د دې ثبوت نه دى چې: ’’همدا تمدن په حقه دی، او نه ترې دا لازمېږي چې هغه به همېشه قايم وي او انسانان له دې بله چاره نه لري چې د هغه مطابق ځانونه جوړ نه کړي.
ځواک او غلبه، د حق معيارونه نه شي بدلولی، او واکمنتيا د کوم شي لپاره د ښېګڼو پيکر کېدای نه شي. داسې هم نه ده چې هر رايج شوی شی به د تغير او تسخير وړ نه وي. دا د کمزورو چلند دی چې د هر ځواک بندګي کوي او د هر راختونکي لمر په وړاندې ټيټيږي. دا د کم نظرو طريقه ده چې يوازې په دې خاطر يو مسلک اختياروي چې اقتدار او غلبه لري، او دا نه ګوري چې هغه تر کومه سم او تر کومه غلط دی؟