اجتماعی

رښتينې مينه؛ په انځور کې دوه رښتيني مئينان وينئ

لیکوال: اسد الله شهاب

رښتينې مينه قوت وي، إنسان پرې انرژي اخلي او هر ډول ستونزو سره په میړانه مقابله کوي.

په انځور کې دوه رښتيني مئينان وينئ.

ځوان عبدالهادي الهمشري نومېږي او مېرمن يې شَذا العلي. دواړه د فلسطين د طولکرم اوسېدونکي دي.

قصه يې داسې ده چې د دواړو د کوژدې له موافقې سره سم عبدالهادي صهیونیستی رژيم بندي کړ، خو شذا العلي پرته له خفګان ښکاره کولو يوازې په کورنۍ کې د کوژدې مراسم ونيول او اعلان يې وکړ چې واده به له همده سره کوي؛ که هر څومره يې د بند موده اوږدېږي. دغه مهال شَذا العلي اولس کلنه وه، غاصب رژيم  عبدالهادي الهمشري په شپاړس کلونو بند محکوم کړ، د کورنۍ ډېرو خلکو شَذا العلي ته وويل چې کوژده فسخه کړي او خپله ځواني او ژوند دې د يو نامعلوم بندي په انتظار نه تباه کوي، خو شَذا ونه منله او نه دا چې يوازې انتظار يې وکړ، بلکې په خپله سيمه کې يې په خپل لوړ همت د رښتينې مينې د کاميابۍ، ثبات او استقامت مثال هم قائم کړ. د شپاړس کلونو په جريان کې دواړو د محبس په ملاقات خونه کې فقط يو ځل د څو دقيقو لپاره يوازې يو څو کلمې تبادله کړې وې چې د ملاقات وخت يې تمام شو. له دې پرته يوازينۍ وسيله چې دواړو د يو او بل حال اخیسته هغه خطونه و چې د سره صليب په وساطت يو او بل ته لېږل کېدل.

شذا العلي په دغه جريان کې همت دلاسه ور نه کړ او د دې په خاطر چې په خپل مور او پلار بوج نه وي؛ خپلې لوړې زده کړې يې بشپړې کړې، وظيفه يې واخيسته، د خپل معاش په ذخیره کولو او په کوچني کاروبار يې هم خپل د ژوند مصارف پوره کول او هم يې ځان ته ځمکه واخيسته او د شپږو کلونو په اوږدو کې يې په تدريجي ډول کور يې په کې جوړ کړ، البته په دې کور کې هغه پيسې هم شاملې وې چې عبدالهادي الهمشري ته په زندان کې د ځينو مؤسساتو له خوا د مرستې په بڼه ورکول کېدې او عبدالهادي به دغو لږو پيسو يوه لږه برخه شذا ته جېب خرچۍ لپاره له هر خط سره لېږلې.

کله چې عبدالهادي الهمشري د خپل بند موده پوره کړه نو د عبدالهادي لپاره حیرانتیا خبره دا وه چې شذا العلي عبدالهادي الهمشري يې له لاس نيولی خپل نوي جوړ کور ته بوت او ورته يې وويل چې ستا د خلاصون او د واده جشن به يو ځای په دې کور کې نيسو. او قصې يې ورته وکړې چې دا کور يې څنګه او په کومو امکاناتو جوړ کړ!

دا د کال 2019 قصه ده چې عبدالهادي الهمشري له بنده راخلاص شو او د مينې او صمود قصه يې بيا ډېرو رسنيو خپره هم کړه.

د دغو خلکو بخت په دې هم تر مونږ ښه دی چې د زده کړې کچه يې تر مونږ په مراتبو لوړه ده او د خپل استقامت او مقاومت په ارزښت پوهېږي او هره قضيه په ليکلي ډول د تاريخ برخه ګرځوي.

زه په ډېر ډاډ سره وايم چې په تېرو څو لسيزو کې مونږ افغانان تر دغې پېښې ډېرې زياتې د رښتينو او پاکو مينو، قربانيو، انتظار او اخلاص قصې لرو خو دلته له بده مرغه هر څه پرته د ياداښت کولو او ليکلو پاتې او نسياً مَنسيّاً شي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button