د لوى اختر په مناسبت پيغام
متن کامل پیام محترم حکمتیار، رهبر معزز حزب اسلامی افغانستان به مناسبت فرارسیدن عید قربان سال ۱۴۰۲هـ ش
الله اكبر الله اكبر لا إله الله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد
… وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا ۲ وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا ۳ الطلاق
وروڼو خوېندو! گرانو وطنوالو!
د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالىٰ پر افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت؛ د خپل وسيع رحمت او پېرزوينو سيورى وغوړوي؛ د دوى عبادات او دعاءگاني قبولي او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، واقعي او دائمي آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د واقعي اسلامي نظام په قائمولو او تلپاته كولو سره د افغان ولس د ټولو شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي آرمانونه محقق كړي. إن شاء الله افغانستان؛ دا د شهيدانو په وينو سور هېواد؛ او دا د إيمان او عزت كلك سنگر به زموږ مهربان رب د ټولو دښمنانو له شرارتونو ساتي؛ د هغو ناولي عزائم به شنډوي چي د سرلوړي، خپلواك او اسلامي افغانستان تأسيس د خپلو سپېرو عزائمو او موخو خلاف گڼي.
وروڼو خوېندو!
الحمد لله د ناټو اشغالگر ځواكونه تش لاس له افغانستان ووتل، اشغال او جگړه پاى ته ورسېده، د پرديو لاس پوڅي حكومتونه نسكور شول، د شر او فساد سپېرې مورچلي او خبيث سنگرونه ړنگ شول؛ نن افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلى چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له گواښ او فشار پرته وټاكي؛ مؤمنو او آزادي غوښتونكو افغانانو ته په كار ده او دا ئې ايماني فريضه چي له دې فرصت اعظمي استفاده وكړي او د هغو سپيڅلو آرمانونو د پلي كولو لپاره ملا وتړي چي د تحقق لپاره ئې زموږ شهيد پالونكي ملت؛ د اوږدې تحميلي جگړي؛ ټول كړاوونه وگالل؛ چا چي د هېواد په آزادولو كي برخه درلوده؛ كه دا د شوروي اشغال خلاف جهاد وو او كه د امريكايي اشغال خلاف؛ د دې هېواد جوړولو او ودانولو مسئوليت او دنده هم د دوى پر غاړه ده، بايد خپل مسئوليتونه اداء كړي او له گواښونو سره د مقابلې لپاره گډ دريځ غوره كړي.
څو مهمو او عاجلو كارونو ته ضرورت لرو چي له افغانانو اغېزمن اقدامات غواړي:
د ملي يو والي استحكام ته ضرورت لرو؛ د داسي درنې شورىٰ له لاري چي ملي اجماع تمثيل كړي؛ په ټولو مهمو قضاياوو كي د تصميم وروستۍ مرجع وي او ټول ئې پرېكړو ته درناوى او التزام ولري؛ كه دا هېواد ته د نوي اساسي قانون جوړول وي، كه د حكومت جوړول وي، د وزيرانو تأييد، د بودجې تصويب، كورنى او بهرنى سياست ټاكل، پر حكومت نظارت، له اجراءاتو ئې پوښتنه؛ د اسلامي ارزښتونو مطابق تعليمي نصاب جوړول؛ او ټول نور مهم ملي مسائل؛ هغه چي د نړۍ په ټولو هېوادونو كي پارلمانونو ته سپارل شوي.
د اساسي قانون تشه بايد ژر ډكه شي؛ موږ بايد داسي جامع او مثالي اسلامي اساسي قانون ولرو چي د ټول امت لپاره بېلگه او مثال شي.
لكه څنگه چي افغانانو د جهاد هېره شوې فريضه احياء كړه، تر نيمي پېړي لږ موده كي ئې دوه مغرور او بدمستو زبر ځواكونو ته ماته وركړه؛ همدا راز بايد د يوې مثالي اسلامي ټولني او نظام په جوړولو كي هم د امت لپاره غوره اُسوه او قُدوه شو؛ دا كار ممكن دئ؛ فقط لږ دقت او همت ايجابوي.
موږ رغنده واحد تعليمي نظام ته ضرورت لرو؛ داسي چي مكتب او مدرسه په بشپړه توگه مدغم كړي؛ يو نوم او يو نظام ولري؛ د تعليم لومړنى پړاو په ټولو كي مشترك او يو ډول؛ او د تخصص دوره ئې جلا جلا؛ يقيناً چي بېل بېل تعليمي نظامونه تفرقه او اختلاف رامنځته كوي؛ دا بېلوالى د استعمار له بقاياوو دئ؛ د بدو موخو لپاره ئې تحميل كړى؛ د دې لپاره چي دين او دينپال منزوي كړي؛ له مدرسې فقط د جومات مؤذن او امام فارغ شي او له مكتب هغه چي د ژوند د نورو ټولو برخو مديران وي.
همدا راز ډېر ژر بايد د واحد رغنده او په اسلامي ارزښتونو ولاړ تعليمي نصاب جوړ كړو؛ داسي نصاب چي (كتاب) او (حكمت) ئې دوه اساسي محورونه وي؛ كتاب يعني د ژوند په ټولو برخو كي الهي لارښووني او (حكمت) يعني د ژوند ټول ضروري علوم او فنون؛ د كتاب په زده كړي او نورو ته ښودلو كي مو شعار دا وي:
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱۰۹ الشعراء
د دين په ښودلو كي له هيچا اجر او بدله نه غواړم؛ اجر مي يوازي پر رب العالمين دئ.
او د حكمت زده كړه مو؛ د خداى په زمكي كي د خليفه په توگه روغ تصرف؛ له امكاناتو سمه او رغنده استفاده او د حلال رزق تر لاسه كولو وسيله او هنر؛ او په دې ډگر كي مو شعار د قرآن دا آيت شعار وي:
وَأَنْ لَيْسَ لِلإِنْسَانِ إِلا مَا سَعَى ۳۹ النجم
او دا چي انسان ته د سعي او هڅي له بدلې پرته بل څه نشته.
زموږ په تعليمي نصاب كي بايد د علومو تر څنگ كسب او هنر هم شامل وي؛ داسي چي زده كوونكي له فراغت وروسته نه يوازي خپل مشكلات په خپله حل كړى شي؛ بلكي ټولني ته هم د خدماتو وړاندي كولو جوگه وي؛ هر پيغمبر هم رسول وو او هم د يوه كسب او هنر خاوند؛
وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الأَيْدِي وَالأَبْصَارِ ۴۵ ص
او زموږ بندگان: ابراهيم، اسحاق او يعقوب په ياد لره؛ك هغه د پياوړو لاسونو خاوندان او سترگور.
دلته زموږ مخي ته هغه هغه ستر ستر شخصيتونه انځور شوي چي متابعت او اقتداء پسي وكړو؛ ځانگړتياوي ئې داسي راښيي: د پياوړو او هنرمنو لاسونو خاوندان او سترگور ول.
الله تعالى د پيغمبرانو رسالت په همدغو دوو (كتاب او حكمت) كي خلاصه كړى:
فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا ۵۴ النساء
يعني د ابراهيم عليه السلام په اولاد كي ټولو پيغمبرانو ته الله تعالى (كتاب) او (حكمت) وركړى او همدا د عظيم ملك جوړولو دوه اساسي اسباب او عوامل دي؛ په دوى كي داؤد او سليمان عليهما السلام ستر هېواد جوړ كړ؛ موسى عليه السلام بني اسرائل وژغورل او د فرعون واكمني د ده په لاس نسكوره شوه؛ محمد عليه السلام تر دوى لا زيات ستر امت او حكومت جوړ كړ. قرآن د داؤد او سليمان عليهما السلام په اړه فرمايي چي مس او اوسپنه ئې كشف كړه، د وسلو او زغرو جوړول مو وروښودل:
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ ۸۰ الأنبياء
الله تعالى پر مسلمانانو د وسلو جوړول او د دښمن خلاف نظامي قوت تيارول؛ همداسي فرض كړي لكه نور ديني فرائض؛ او اړوند علم ئې همداسي فرض دئ لكه د نورو فرائضو علم؛ دومره بايد تر دښمن وړاندي وي چي وسله وال ځواك ئې د خداى او مسلمانانو دښمنان ووېروي؛ دا د الله تعالى حكم دئ؛ كه په دې ميدان كي له علمي او عملي پلوه؛ تر دښمنانو وروسته پاته شو؛ يوه مهمه فريضه مو ترك كړې؛ موږ مسلمان ډاكټر، انجنير او افسر ته همدومره ضرورت لرو لكه امام او قاضي ته؛ زموږ ډاكټر، انجنير او افسر بايد په دين هم پوه وي؛ قاضي او امام مو په نورو علومو هم؛ علم د الله تعالى لوى نعمت دئ؛ هر علم سپېڅلى او ارزښتمن دئ؛ د الله تعالىٰ ستره پېرزوينه او فضل دئ؛ موږ بايد په ټولو علومو كي تر نورو وړاندي وو؛ هغه مهال چي په علومو كي تر نورو وړاندي وو؛ په نيمي نړۍ مو حكومت كولو؛ او د ذلت او اسارت دور مو هغه مهال پيل شوى چي هم مو د الله تعالىٰ (كتاب) ته شا كړه او هم (حكمت) ته.
د نوي نسل؛ هلكانو او نجونو سمي او اسلامي روزني ته بايد تر بل هر څه زياته توجه ولرو؛ او دا خپله ستره فريضه او د الله تعالىٰ يوه پېرزوينه چي د دوى د روزني مجال او فرصت ئې موږ ته راكړى؛ دا نسل په دې نيمي پېړۍ كي؛ د دښمنانو د پراخ فكري، فرهنگي او اخلاقي هجوم لاندي وو؛ لړۍ ئې اوس هم په شدت سره روانه ده؛ كور كور ته، تر بندو دروازو آخوا؛ هر شېبه ځان رسوي؛ د ژغورني يوازينۍ او اغېزمنه لار ئې دا ده چي د روزني او تربيت رغنده ماحول ورته جوړ شي او نظام د دوى روزنه خپله ستره فريضه وگڼي؛ كه دا فرصت ضائع كړو؛ جبران به ئې له هيڅ بلي لاري راته ممكن نه وي.
د اوسني او راتلونكي حكومت برخليك بايد روښانه او ابهامات له منځه ولاړ شي؛ اوسنى حكومت له سرپرستۍ ووځي او په قانونمن حكومت بدل شي او هم د راتلونكي حكومت د جوړېدو په اړه ملي اجماع رامنځته شي.
موږ واحد ملي فوځ او ملي پوليس ته ضرورت لرو؛ له دې وروسته به نه مليشې وي او نه بېلي وسله والي ډلي؛ امنيتي ځواكونه او فوځ بايد د مكلفيت د دورې پر بنسټ جوړ كړو؛ هر افغان بايد د عسكري خدمت دوره ترسره كړي؛ هر افغان بايد يو روزل شوى سرتېرى وي او د ضرورت په وخت كي له خپل هېواد، آزادي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونو دفاع ته چمتو وي.
د فوځ او امنيتي ځواكونو شمېر، څرنگوالى، بودجه او مصارف ئې بايد د شورىٰ له لوري وټاكل شي؛ خپلو مالي امكاناتو ته په پام سره؛ داسي فوځ او امنيتي ځواكونه جوړ كړو چي زموږ هېواد د احتمالي گواښونو په وړاندي ورته ضرورت لري؛ ټول ملت به ئې تر شا ولاړ وي؛ په خپلو امكاناتو به ئې جوړوو. مخكنيو حكومتونو د فوځ روزنه، اكمال او تجهيز بهرنيانو ته وسپارو؛ او همدا باعث شو چي هېواد مو له بدو ورځو سره مخامخ شي. د پرديو په لاس جوړ شوي ځواكونه د پرديو د گټو لپاره د ملت په خلاف وجنگېدل.
موږ هم د واگنر په څېر مليشې درلودې، بنسټ ئې روسانو كښېښود؛ دومره ځواكمني شوې چي جمهور رئيسان ئې يو په بل بدلول؛ د ائتلافي حكومت په وخت كي ارگ په دوو برخو وېشل شوى وو، يوه او اساسي برخه ئې د مليشو په لاس كي؛ اصلي جمهور رئيس د مليشو مشر؛ او تش په نامه جمهور رئيسان د ده اسير مېلمانه؛ يوه ورته د خالد بن وليد اعزازي لقب وركولو او بل په خپل غياب كي د نائب جمهور رئيس په توگه ټاكلو؛ همدغه مليشه جنرالان؛ يو مهال غربيانو په جنگي او جنسي جناياتو تورنول او بل وخت ئې ستر جنرال، مارشال او د جمهوري رياست معاون ټاكلو او په مډالونو ئې نازول؛ همغه څه چي نن ئې غرب د روسي واگنر مليشو او د هغوى د قومندان په ارتباط وايي او كوي!!
افغانانو ته په كار ده له تېر تاريخ عبرت واخلي؛ موږ د هغو حكومتونو د غلطو سياستونو قرباني شوو چي په لويو استعماري ځواكونو پوري تړلي وو؛ كله په شوروي اتحاد او كله په متحده ايالاتو پوري؛ په ستراتيژيكو امنيتي، نظامي، اقتصادي او سياسي روابطو كي بايد تل دا په پام كي ولرو چي په عظمت طلبو ځواكونو اعتماد او تكيه ونه كړو؛ په ځانگړې توگه پر هغو چي له موږ سره په پوله پراته او تر منځ مو واټن لنډ وي؛ همغسي لكه چي له شوروي اتحاد سره مو گډه پوله درلوده؛ كله چي ئې وغوښتل زموږ هېواد اشغال كړي؛ نو لومړى ئې د خپلو روزل شوو افغان افسرانو په لاس؛ يوه په بلي پسي؛ دوه كودتا گاني وكړي او بيا ئې ځواكونه او ټانكونه له څو بندرونو او د زمكي له لاري مخامخ افغانستان ته راننوتل؛ كه له دغو تاريخي پېښو عبرت وانه خلو او يو ځل بيا پر همداسي ځواكونو تكيه او اعتماد وكړو؛ په نظامي او امنيتي برخو كي له هغوى سره ستراتيژيك تړونونه ولرو؛ د لويو ستراتيژيك معادنو د استخراج كار هغوى ته وسپارو؛ د بانكنوټونو د چاپ په اړه پر هغوى اعتماد وكړو؛ خپلي بانكي زېرمي د هغوى په بانكونو كي كښېږدو؛ نو يقيناً چي پايلي به ئې د مخكي په څېر وي؛ هېواد به مو د لويو طاقتونو د سياليو په ډگر بدل شي او د نيابتي جگړو ميدان به ترې جوړ شي.
هغه چي له يوې خوا ډرون رالېږي او له بلي خوا په رياكارانه توگه د بشري مرستو كڅوړي؛ دواړه ئې د يوه جنگ دوه برخي دي؛ د هر يوه لپاره خپلي پروژې او موخي لري. له زهرجنو او دروغجنو تبليغاتو، بنديزونو، د افغانستان د بانكي زېرمو كنگل كول، په نړۍ واله كچه د افغانستان منزوي كول، د مخالفينو پالل او د جنگ لپاره چمتو كولو ئې معلومېږي چي بد عزائم لري او لا ئې خپله جگړه د افغانانو خلاف نه ده ختمه كړې.
د نفوس دقيقه سر شمېرنه او د برېښنايي تذكرو وېش؛ يو له ډېرو مهمو او عاجلو امورو دئ چي جدي توجه او سريع كار ايجابوي؛ ټول افغانان؛ كه داخل كي دي كه بهر؛ بايد ثبت او تذكرې وركړى شي؛ دقيقه سر شمېرنه د هر هېواد ستر ضرورت دئ؛ هم د اقتصادي، عمراني او اجتماعي چارو او خدماتو لپاره او هم د هغې فتنې د ختمولو لپاره چي دښمنان ئې د قومي او ژبني تعصباتو راپارولو لپاره د وسيلې په توگه كاروي؛ د شل كلن اشغال په دوران كي دوى همدې فتنې ته لمن وهله او يو قوم ئې د بل خلاف استعمالولو؛ د دقيقي سر شمېرني مخنيوى ئې كولو؛ يوه ته ئې ويل: ته ۴۵% يې او بل ته دا چي ته ۳۳% يې؛ په حكومت كي بايد ستا برخه همدومره وي؛ ټولي جعلي، د واقعيتونو خلاف او پاروونكې شمېرې. زموږ د ملي وحدت استحكام دا ايجابوي چي په واقعيتونو ولاړه سر شمېرنه ولرو او له مخي ئې واقعي عدالت تأمين كړو.
مؤمن او مجاهد افغانان بايد پرېنږدي چي مخكينى حالت بيا اعاده شي؛ بيا د اشغال، بهرنيو ځواكونو حضور، لاس پوڅو حكومتونو، خونړۍ جگړو، د مفسدينو، پرديپالو، غلو، لوټمارانو واكمني او د اقتدار مستقلو جزائرو شاهد وو؛ ارگ ناستو به غرب ته په خطاب كي ويل: زموږ جنگ او دا هره ورځ د ۳۰۰ سرتېرو شهادتونه؛ د واشنگتن، لندن، بن او پاريس د امنيت لپاره دي؛ موږ ستاسو د جنگ په لومړۍ كرښي كي قرباني وركوو!! د مقاومت له آدرس به هم دغه سپېره او كركجن الفاظ اورېدل كېدل!! هو؛ د هغوى جنگ د پرديو د امنيت لپاره وو؛ نن هم له بهرنيانو غواړي: بيا راشئ او زموږ ستونزي راحل كړئ!!
وروڼو خوېندو!
نن موږ او ټول اسلامي امت؛ له نويو آزموينو او ننگونو سره مخامخ يو؛ هغه جگړه چي د افغانستان له لومړي او دوهم اشغال پيل او د اسلامي نړۍ گوټ گوټ ته وغزېده؛ لمبې ئې تر عراق، سوريې، ليبيا، يمن، برما، صوماليا، … پوري ورسېدې، تر شل مليونه زيات مسلمانان هجرتونو او د خپلو ورانو كليو او كورونو پرېښودو ته اړ شول، ستر ستر او تاريخي ښارونه ئې ويجاړ شول، پر هر يوه په زرگونو ټنه باروت ووريدل؛ د كفر او نفاق گډه جبهه د اسلامي امت په خلاف جوړه شوه، دوو سترو حريفو نړۍ والو ځواكونو او په دوى پوري تړلو هېوادو؛ په گډه؛ دا خونړۍ جگړي پر اسلامي هېوادونو وتپلې؛ او لا په كمين كي دي، دا جنايات كافي نه گڼي، د مزيد فتنو او شرارتونو په لټه كي دي.
برادران و خواهران عزيز!
جهان اسلام؛ در آتش جنگ هاى تحميلى، ناامنى ها، مشكلات اقتصادى، بلواها و فتنه ها مى سوزد؛ در عقب تمامى اين ها؛ دست هاى پليد دشمنان خارجى و عمدتاً قدرت هاى استعمارگر غربى؛ آتش افروز جنگ ها و فتنه ها اند؛ مى توان گفت: به استثناء جنگ اوكراين؛ تمامى جنگ هاى جهان، كودتا ها و بلواها؛ در اين چند دهه اخير؛ فقط در كشور هاى اسلامى بود و هست؛ ديديم كه نيروهاى استعمارى با انتخابات مصر و تونس چه كردند؛ جنرالان جلاد و دست پرورده غرب را به كودتا عليه حكومت هاى منتخب تشويق و حمايت كردند؛ رهبران مؤمن و مورد حمايت مردم را به زندانها كشاندند؛ با تمامى قساوت و بى رحمى شكنجه و تعذيب نمودند و اعدام كردند؛ در تركيه كودتاى نظامى به راه انداختند؛ مهندسى و مديريت كودتا نيز از سوى جنرالان متقاعد امريكايى كه تجربه جنگ در افغانستان را داشتند؛ الحمد لله كه ملت هوشيار تركيه كودتاى در آستانه پيروزى آنان را خُنثىٰ كرد؛ مداخله غرب در انتخابات اخير تركيه به پيمانه اى بى شرمانه بود كه مى توان گفت: تمامى غرب و أذنابش در منطقه؛ جبهه مشترك عليه ملت مؤمن تركيه و حزب عدالت و توسعه به رهبرى اردوغان ساختند؛ تبليغات دروغين اكثريت رسانه هاى معروف غربى و مسلط بر دنيا و أذهان مردم؛ تقريباً تمامى آن ها؛ در حمايت از سيكولر هاى وابسته به غرب؛ به پيمانه اى گسترده بود كه همه مى پنداشتند؛ پيروزى سيكولر ها حتمى و يقينى است؛ و ضرورتى به رفتن انتخابات به دور دوم نيز پيش نخواهد آمد؛ از اين تبليغات دروغين اگر از يك سو مى توان عمق مداخلات پنهان غرب در انتخابات تركيه را درك كرد؛ از سوى ديگر نشان داد كه اين رسانه ها تا چه پيمانه اى دروغگو و منكر تمامى ارزشهاى اخلاقى و انسانى اند.
تمامى امت اسلامى؛ براى نجات از اين حالت دردآور؛ به تجديد نظر عميق و جدى در سياست هاى قبلى و كنونى خود و انتخاب راه و روش نو و سازنده ضرورت دارد؛ راه نجات از سلطه سياسى، اقتصادى، فكرى و فرهنگى غرب؛ راه رسيدن به عزت و استقلال واقعى؛ راه وحدت و همبستگى؛ راه تمسك صادقانه به اسلام و مبارزه براى آزادى؛ آنان كه بر حمايت هاى رياكارانه و منافقانه غرب؛ حساب باز كرده اند؛ اگر تجديد نظر نكنند؛ بدون شك به سرنوشت عراق، سوريه، سودان و يمن مواجه خواهند شد؛ مخصوصاً اگر ناتو در جنگ اوكراين برنده شود؛ اما بايد منتظر بود كه نتيجه نهايى اين جنگ چه خواهد شد؟ آيا آخرين ميخ بر تابوت سلطه غرب بر دنيا ثابت خواهد شد؛ يا چيزى ديگر؟؛ يقيناً اگر غرب در اين جنگ با شكست مواجه شود؛ پيآمد اين شكست چيزى جز زوال حتمى و سريع غرب و سلطه اش بر دنيا نخواهد بود.
اما اگر زعماء كشور هاى اسلامى به خود آيند؛ طوق بردگى و غلامى را دور بيندازند؛ راه رسيدن به آزادى و سربلندى را انتخاب كنند؛ و از اين فرصتى كه پيش آمده؛ با درايت و فراست استفاده نمايند؛ هيچ شكى در اين نيست كه هم تأييد و نصرت الهى را كسب خواهند كرد و هم حمايت ملت هاى خود و تمامى امت اسلامى را؛ يقيناً كه امت امروز به يك صلاح الدين ايوبى ضرورت دارد؛ آيا راد مرد رشيد و با همتى هست كه جلو بيايد و زعامت امت؛ در مبارزه رسيدن به عزت و عظمت را به عهده گيرد؟ بياييد بر پروردگار تان توكل كنيد؛ و بر ملت و امت تان اعتماد نماييد؛ از دو مليارد مسلمان دنيا؛ ملت كوچك افغان؛ چيزى نزديك به چهل مليون؛ به تنهايى توانست؛ دو ابر قدرت بد مست و مغرور دنيا را به زانو درآورد؛ و قبل از اينها؛ بريتانيا را؛ كه آفتاب در امپراطورى اش غروب نمى كرد؛ در شرق دنيا آستراليا و در غرب دنيا امريكا را زير سلطه خود داشت؛ با صد يقين مى توان گفت: اگر امت اسلامى متحد باشد و زعامتش در دست زعماء مؤمن و با همت؛ هيچ قدرتى در دنيا؛ جرأت و توان تصادم با امت متحد اسلامى و ايستادگى در برابر مسلمانان را نخواهد داشت؛ همين ۲.۳ مليون حاجى؛ از ۱۶۰ كشور دنيا؛ كه ديروز در عرفات بودند؛ با جامه كفن گونه و با تحمل مصارف سفر؛ براى اعاده مجد و عظمت اسلام دعاء مى كردند و اشك مى ريختند؛ همين ها و فرزندان مؤمن شان؛ به تنهايى براى مقابله با هر قدرت بزرگ دنيا كفايت مى كنند.
برادران و خواهران عزيز!
الحمد لله كه افغان ها از اشغال، سلطه اجنبى و جنگ خونين تحميلى نجات يافتند؛ و از يك مرحله حساس تاريخ خود سربلند گذشتند؛ حال با آزمون بزرگتر و مهمتر از قبل مواجه اند؛ مرحله اى بازسازى پس از جنگ؛ در تمامى عرصه ها؛ اين مرحله نيز به وحدت و اجماع ملى ضرورت دارد؛ بايد براى جلوگيرى از اعاده حالت قبلى و طرد و دفع مفسدينى كه در خدمت اجنبى و دشمنان سوگند خورده وحدت ملى ما اند؛ در چهار دهه گذشته براى منافع ديگران و به اشاره آنان عليه ملت جنگيده اند و امروز نيز؛ در اروپا و امريكا؛ و از قصر هاى مرمرين و هوتل هاى پنج ستاره؛ بر طبل جنگ مى كوبند؛ بايد دست به هم داد و تمامى موانع را از سر راه ساختن افغانستان بزرگ، متحد، سربلند، مستقل و آزاد برداشت و نظامى را تأسيس كرد كه ملت ما براى رسيدن به آن مليون ها شهيد داد و دشوارى هاى جانكاه و جانفرساى جنگ طولانى را تحمل كرد.
اجازه بدهيد به نمايندگى از شما ملت سر افراز؛ بارى ديگر؛ به تمامى دشمنان داخلى و خارجى بگويم: ما ديگر آزاديم؛ دوران اسارت و سلطه اجنبى را پشت پا زده ايم، سرنوشت خود را خود تعيين مى كنيم، به فشار هاى دشمنان تسليم نمى شويم، نظام آينده كشور مان را در پرتو ارزشهاى دينى و ملى خود مى سازيم؛ آن چه را ديگران خواستند از برون بر ما تحميل كنند؛ در گذشته نپذيرفتيم و پس از اين نيز هرگز نخواهيم پذيرفت و در برابرش محكم خواهيم ايستاد.
برادران و خواهران عزيز!
همه افغان هاى مؤمن، متعهد به ارزش هاى دينى و ملى؛ كه خواهان تأسيس افغانستان آزاد، مستقل و سر بلند و تأمين عدالت، امنيت و ثبات دائمى و مطمئن در كشور اند، به ملت خود دلسوزى دارند، مصمم و متعهد اند كه مسئوليت هاى ايمانى شان را اداء كنند؛ و عزم و همت اين را دارند؛ همه را دعوت مى كنم؛ بياييد دست برادرى به هم بدهيم؛ و از نيرو ها، توانمندى ها و امكانات خود براى آبادى و سربلندى كشور، جبران ويرانى هاى جنگ هاى ويرانگر طولانى و التيام زخم هاى ملت مظلوم خود استفاده كنيم.
همانگونه كه ديروز به مبارزه و جهاد عليه اشغالگران و حكومت هاى ذليل و مزدور اجنبى ضرورت داشتيم؛ امروز به اين نيازمنديم كه بر پروردگار خود توكل كنيم، كمر همت ببنديم؛ براى ساختن افغانستان سربلند، مستقل، آزاد، و فارغ و مصون از جنگ، ناامنى ها و مداخلات نيرو هاى شرير اجنبى مبارزه كنيم؛ به اميد فرداى روشن.
سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك.
برادر تان حكمتيار
۷ سرطان ۱۴۰۲