نوشته های معلوماتی

ایا ډېجیټل یا برښنایي اشکال او جوړښتونه مال او پیسې دي؟

تر ټولو لومړی د پکتیکا, پکتیا اوخوست په ولایتونو کې د وروستیو زلزلو قربانیانو ته د الله (ج) څخه د مغفرت غوښتنه کوم, کورنیو ته یې صبر جمیل غواړم او لکه د ټول افغان اولس په څير ځان ورسره پدي لوی غم کې شریک بولم.

ډيجېټ په لغت کې عدد او رقم ته وایي.

ډېجیټل د بریښنایي تکنالوجۍ په واسطه د اعدادو او ارقامو یا ډيټا د تولید, ذخیرې او پروسیس په نتیجه کې یو رامنځته شوی جوړښت او شکل دی چې فزیکي موجودیت نه لري.

نوموړي ډېجيټلي جوړښتونه او ارقام هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې نورو ته يې د استعمال حق ورکړل شي, د خاصو شمیرو په واسطه مشخص او په ډيجیټلي توګه یې د ساتلو او ذخیره کیدو امکان وي. چې پدې صورت کې اخستونکی یې د استعمال او په بل چا د پلورلو حق لري. ځنې شرکتونه دا ډيجیټل جوړښتونه د خپلو تولیداتو د خرڅلاو او نورو اهدافو لپاره استعمالوي.

لدې امله چې دا ډيجېټل جوړښتونه یا اشکال لکه د پیسو په څیر له یو بل سره مشابه او ورته دې نو د ځنو خلکو له خوا ورته ډيجیټل پیسې هم ویل کیږي.

ایا دا ډيجيټلي اشکال او محصولات لکه بیټ کوین او نور د شریعت او قانون له نظره مال او شتمني ګڼل کیدای شي که نه?

په شریعت او قانون کې مال هر هغه حلال څیز ته ویل کیږي چې خلک ترې ګټه اخستلای شي او په عرف کې ارزښت او قیمت ولري. په حنفي فقه کې بیا د مال په تعریف کې پر فزيکي قبض تاکید شوی دی

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button