حکمتيار: د فلسطين مؤمنو وروڼو او خویندو مطمئن اوسئ چي وروستۍ بريا ستاسو ده
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار له لوري د فلسطين مؤمن او مجاهد ولس ته د ملاتړ او ډاډګېرنې پيغام
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار له لوري د فلسطين مؤمن او مجاهد ولس ته د ملاتړ او ډاډګېرنې پيغام
د فلسطين مؤمنو وروڼو او خویندو!
ستاسو مضبوط ايمان او لوړ همت ته سلام! يقيناً چي تاسو تل؛ په خپل كلك او بې نظير مقاومت سره؛ د اسلامي امت سر لوړ ساتلى؛ مطمئن اوسئ چي وروستۍ بريا ستاسو ده؛ كه څه هم ستاسو جنگ يوازي له صهيونستانو سره نه دئ؛ ټول غرب؛ په دې جنگ كي د هغوى تر شا ولاړ دئ.
د دې جنگ اور غرب بل كړى؛ په فلسطين كي چي كومي ويني تر ننه توى شوې؛ مسئوليت ئې د امريكا او بريتانيا پر غاړه دئ؛ او كه دوى په سيمي كي خپلي استعماري گټي په دې جنگ پوري ونه تړي او د صهيونستانو له حمايت لاس واخلي؛ تاسو په يوازي سر كولى شئ تل ابيب ته تاريخي درس وركړئ.
پرون د امريكا جمهور رئيس په خپلي شرارتي وينا سره؛ تل ابيب ته د وحشيانه بريد او پر ښارونو د بمونو ورولو مجوز وركړ؛ چي وئې ويل: اسرائيل له ځانه د دفاع حق لري!! اما تاسو يوازي يئ؛ د اسلامي امت جبون او پرديپال زعماءو يوازي پرېښي يئ؛ خو الله تعالى تاسو ته كافي دئ.
فلسطيني مجاهدينو!
همدا امريكا، بريتانيا او په مجموع كي ناټو؛ ستاسو د افغان وروڼو او خوېندو په وړاندي له شرمېدلې ماتي سره مخامخ شول؛ إن شاء الله دا تجربه به په فلسطين كي هم تكرارېږي.
په درنښت
حکمتیار