خبرهای داخلی

اوغلو، سبا د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو شورا ته خپل راپور وړاندي کوي

(نهضت - افغانستان): سینیرلی اوغلو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی؛ به سبا ته د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور؛ ملګرو ملتونو شورا ته وړاندي کړي. ویل شوي دي چي په دغه راپور کې د نجونو او میرمنو د تعلیم او کار پر حق تینګار شوی دی.

ټاکل شوې چې سینیرلی اوغلو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی سبا د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې، به دغې ارزونې کې د ملګرو ملتونو دغه استازي له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو او مېرمنو د تعلیم او کار حقونه ورکړي.

په دې راپور کې راغلي، چې په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان مېرمنو برخې اخیستنې او رهبریت ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو په تېره مارچ میاشت کې د ترکیې پیژندل شوي ډيپلومات فریدون سینیرلي اوغلو ته دنده ورکړه، چې د افغانستان په اړه خپله ارزونه وکړي او خپل راپور د نومبر تر ۱۷ مې پورې چمتو کړي.

سرپرست حکومت که څه هم تراوسه د دغه خپریدونکي راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې تر دې یې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ راپورونه بې اساسه بللي دي.

 

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button