خبرهای داخلی

ملګري ملتونه پاکستان کارت لرونکي افغان کډوال هم باسلي   

(نهضت – افغانستان): د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د راپور له مخي؛ د پاکستان  حکومت اسناد لرونکي افغان کډوال هم لدې خاورې څخه په زوره استنوي. د افغان کډوالو په وینا؛ پاکستاني پولیس د شپې له خوا د هغوی په کورونو چاپې وهي؛ پیسې، زر، څاروي او نور مالونه یې ترې وړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر وایي، داسې شکایتونه یې ترلاسه کړي چې د پاکستان حکومت هغه افغانان هم په زور ستنوي چې پي.او.ار یا د کډوالۍ کارتونه لري. نوموړي په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دغه کارتونه د پاکستان د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په ملاتړ افغان کډوالو ته ورکړل شوي او د دې ښکارندويي کوي چې په رسمیت پيژندل شوي کډوال دي. په اعلامیه کې راغلي، ملګرو ملتونو دغه معلومات له هغو کډوالو ترلاسه کړي چې افغانستان ته را اړول شوي او هغوی دغه راز ادعا کړې چې پاکستاني چارواکو ورسره بد چلند کړی دی. په اعلامیه کې د افغان کډوالو له قوله ويل شوي، چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا د هغوی په کورونو چاپې وهي او پیسې، زر، څاروي او نور مالونه یې ترې وړي.

 

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button