خبرهای داخلی

د ح‌اا قدرمن أمیر ښاغلي حکمتيار په څو جلا-جلا ملاقاتونو کې له گڼ شمېر بهر مېشتو افغانانو؛ له كندهار، بدخشان، بغلان او ننگرهار راغلو وروڼو او خوېندو او د ښاغلي ډاکټر يوسف خان په مشرۍ د کيور روغتون له طبي پرسونل سره وکتل

د ح‌اا قدرمن أمیر ښاغلي حکمتيار په څو جلا-جلا ملاقاتونو کې له گڼ شمېر بهر مېشتو افغانانو؛ له كندهار، بدخشان، بغلان او ننگرهار راغلو وروڼو او خوېندو او د ښاغلي ډاکټر يوسف خان په مشرۍ د کيور روغتون له طبي پرسونل سره وکتل.

ښاغلي حکمتیار په يادو ملاقاتونو کې ځينو پوښتنو او اندېښنو ته په پام سره وويل: د ملتونو د يو والي او له قومونو او قبيلو متحد ملت جوړول؛ فكري مبارزې او د فكر، عقيدې او آرمان په بنسټ جوړ شوي حزب ته ضرورت لري؛ له داسي حزب پرته ملتونه په قومونو او قبيلو وېشل كېږي او داسي واحد محور نشي موندلى چي دوى له قومي اختلافاتو وژغوري؛ ځيني د ناپوهۍ له كبله د حزب له نامه سره حساسيت ښيي؛ په داسي حال كي چي الله تعالى ټول مؤمنان د حزب الله په نامه ياد كړي؛ يعني د الله په نامه جوړ شوى ټولى؛ او د شيطان اتباع ئې د حزب الشيطان په نامه؛ په حزب الله كي د نړۍ ټول مؤمنان او ټولي اسلامي ډلي؛ او د ټولو حقه مذاهبو پلويان شامل دي؛ لكه څنگه چي هره قبيله يو حزب دئ؛ او قرآن د عربو د ټولو مشركو قبائلو گډ جنگ؛ د احزاب جنگ په نامه ياد كړ؛ همدا راز هر مذهب يو حزب دئ؛ څوك چي احزاب نه مني؛ هغه به هم خپل مذهب نه مني او هم نور حقه مذاهب؛ د داعش لار به غوره كوي؛ چي د مذاهبو پلويان مشرك او واجب القتل گڼي او د هغوى په جوماتونو كي د لمانځه په وخت؛ انتحاري عمليات؛ جنت ته د رسېدو لنډه او آسانه لار بولي!! آيا عجيبه نه ده چي يو ښاغلى به عملاً د يوه گوند او سياسي او فكري ټولي غړى وي؛ ډله به ئې د نورو ډلو له غړو جوړه شوې وي؛ اكثر مشران به ئې تر نن وړاندي د نورو گوندونو غړي پاته شوي وي؛ خو هغه به وايي: په اسلام كي احزاب نشته!!!

د ښاغلي حکمتیار پر وينا حزب الله او حزب الشيطان اصطلاحات د قرآن ابتكار دئ؛ تر دې وړاندي سابقه نه لري، رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: زه الله تعالى په پنځگونو گمارلى يم؛ تاسو پرې گمارم؛ لومړى ئې جماعت او حزب جوړول او له يوه امير سره بيعت دئ؛ حقيقت دا دئ؛ كه حزب اسلامي نه وى جوړ شوى؛ نو نه به افغانانو د شوروي مقابله كړې وه او نه د ناټو؛ كه د طالبانو حركت د يوه گوند په توگه نه وى جوړ شوى؛ نو د افغانستان د تېر تاريخ په پېښو كي به نه د دوى نوم او نښان وو او نه هيڅ اغېز؛ څوك چي د فتوى وركولو جسارت كوي؛ هغه بايد په قرآن او حديث هم پوه وي او له حقائقو هم خبر؛ د احزابو په اړه پرېكړه نه د يو شخص صلاحيت او حق دئ او نه د يوه گوند او حكومت؛ دا او دې ته ورته قضايا؛ ملي اجماع ايجابوي او په اساسي قانون كي به ئې څرنگوالى ټاكل كېږي؛ تاريخ شاهد دئ؛ چا چي د احزابو د ړنگولو او ځپلو لار غوره كړې؛ تر نورو وړاندي ئې ځان ته صدمه رسولې؛ كه څوك احزابو ته د هېواد د ننه اجازه ورنه كړي؛ په دې سره احزاب نه ختمېږي؛ له هېواد بهر هم خپله مبارزه جاري ساتلى شي؛ د شوروي او ناټو خلاف جهاد ئې څرگندي بېلگي دي؛ ډېرو د مذاهبو د ختمولو هڅه كړې خو نه دي موفق شوي؛ اموي او عباسي حكامو؛ د مذاهبو ائمه تعذيب او زنداني كړل او وئې وژل؛ خو په دې سره د هغوى پلويان لا زيات شول؛ دا نن د امت نوي سلنه د همدې مذاهبو پلويان دي؛ يوه شتمن عرب هېواد وغوښتل چي د امت مذهبي قيادت تر لاسه كړي؛ د مذاهبو خلاف ئې د اهل حديث تحريك وپاللو؛ خو موفق نه شو. نوموړی زياتوي چي؛ نه پوهېږو چي د احزابو په خلاف له استثناء پرته كركجن تبليغات او د هغوى د انحلال گواښونه؛ څه توجيه لري؛ موخه او باعث ئې څه دئ؟!! نور احزاب او هغه چي د امارت اسلامي ډېر مشران ئې غړي وو؛ له ناټو سره راغلل او ووتلل او نن ئې د سياسي او نظامي مخالفت دريځ او تگلاره غوره كړې؛ يوازي حزب اسلامي د هېواد دننه پاته شوى او له امارت اسلامي سره ئې نه نن او نه تر نن وړاندي د تصادم لار او دريځ غوره كړى؛ آيا د دې تبليغاتو، گواښونو او فرمانونو هدف؛ حزب اسلامي دئ؟!! آيا د حزب اسلامي پوهنتون بندول هم له دغه تصميم راټوكېدلى؟ په داسي حال كي چي د كمونستانو، سيكولرانو او د مخكيني رژيم د پاته شونيو پوهنتونه منل شوي او مجوز وركړى شوى؛ حتى هغو ته هم مجوز وركړى شوى چي په څرگنده توگه ئې تأسيس، مديريت، پالنه او تعليمي نصاب؛ د غرضي بهرنيو هېوادونو له لوري دئ!!

ښاغلي حکمتیار همدا راز د سياسي احزابو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: اسلامي احزاب؛ د اسلامي امت د يو والي او وحدت لپاره يو ضرورت دئ؛ دا سياسي او فكري احزاب دي چي له قومونو ملتونه جوړوي او له ملتونو؛ متحد نړۍ شمول امت؛ گوندونه او ملتونه به يا د سپېڅلو آرمانونو پر بنسټ جوړېږي؛ او يا پر قومي او سمتي بنسټونو؛ قومي جوړښتونه او تشکيلات؛ ملتونه تجزيه كوي او قومونه په خپلو منځونو كي جگړو ته هڅوي؛ پايله ئې د ملت او هېواد له تجزيې پرته بل څه نشي کېدی؛ د احزابو مخالفت؛ اصلاً قومي وېش او لانجو ته لار هوارول دي؛ نه بل څه.

د ح‌اا د محترم أمير په وينا؛ كه په اسلام کي څه د ديني او ملي ګټو خلاف گڼل شوي؛ هغه قومي وېش او د قومي نظريې پر اساس د سياسي جوړښتونو او گوندونو جوړول دي؛ د اسلام له نظره قومي او ژبني تعصبات حرام دي؛ او د تعصب له كبله له ظالم دفاع او حمايت او نااهل ته كار سپارل؛ له الله تعالى، رسول الله او امت سره خيانت گڼل شوى.

 

دوشنبه د اسد ۳۰مه؛ ۱۴۰۲ھ‌ ش

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button