پیام رهبرخبرهای داخلی

په باجوړ سيمه کي د تروريستي بريد په مقابل کي د محترم حکمتيار غبرگون

‏د ح‌اا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د کوزې پښتون‌خوا په باجوړ سيمه کي پر ولسي خلکو ترسره شوي تروريستي بريد پر کلکو ټکو وغانده او هغه ئې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د دين تر نقاب لاندي د استخدام شويو او أجيرو تکفيريانو بېرحمانه کړنه وبلله.

نوموړي زياته کړه؛ د باجوړ د خونړۍ پېښي د بې رحمو او بې مروته عاملينو د غندني لپاره؛ داسي الفاظ نه مومو چي د غندلو لپاره ئې كافي وي؛ دا اسلام دښمنه ډله؛ له تكفيري افكارو خړوبېږي؛ تر شا ئې د اسلام د خطرناكو دښمنانو په وينو سره لاسونه دي؛ دا زهرجن بوټى؛ د غربي اشغالگرانو په لاس راټوكېدلى.

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ تكفيري ډلي د ټول اسلامي امت لپاره يو آفت دئ؛ له اجرتي جنگياليو جوړي شوې، جنگ ئې د اسلام، اسلامي شعائرو او اسلامپالو په خلاف دئ؛ بايد ټول اسلام ته ژمن او د امت په درد دردمن افراد او احزاب؛ په گډه د دې فتنې د جرړو ايستلو لپاره په پراخي او قاطع فكري او عملي مبارزې لاس پوري كړي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button