پیام رهبر

حکمتيار: متأسفانه د سولي مذاكرات د جگړو تشديد او پراخوالى له ځان سره درلود

متن بيانيه كنفرانس مطبوعاتي برادر حکمتیار

 

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

بسم الله الرحمن الرحيم

محترمو خبريالانو او د غونډي درنو برخه والو ته ښه راغلاست وايم او مننه كوم.

تر هر څه مخكي د الله تعالى په وړاندي د وروستيو جگړو، چاودنو، هوائي او زمكنيو بريدونو شهيدانو ته دعاء كوو، مجروحينو ته عاجل او كامل صحت غواړو، او خپلوانو ته ئې تسليت وړاندي كوو او اجر او صبر ورته غواړو. ټول هغه بريدونه په كلكه غندو چي د بې گناه او مظلومو افغانانو د مرگ ژوبلي باعث گرځي.

متأسفانه د سولي مذاكرات د جگړو تشديد او پراخوالى له ځان سره درلود. په كار خو دا وه چي دواړو لوريو د حسن نيت ثابتولو لپاره؛ نرمښت ښودلى وى؛ د جگړو له تشديد او پراخوالي ئې ډډه كړې وى، نه توري له تېكو راايستل شوې وى او نه تېره ژبه كارول شوې وى؛

د بحران د حل لپاره دوه بديلونه په مخكي لرو:

1.            له سوله ايزي لاري او د افغانانو تر منځ د صادقانه او بلاقيد و شرط مذاكراتو په نتيجه كي؛ او د پرديو له اغېز او حضور پرته؛ پر يوه نوي نظام، حكومت او اساسي قانون توافق او په سوله ايزه توگه هغه ته د    قدرت انتقال. كه داسي وشي نو د اوسني نظام او د امنيتي ځواكونو د بشپړ شړېدو مخه به ونيول شي.

2.            دوهم بديل دا چي د جنگ پر دوام تر هغه ټينگار وشي چي يو لورى له نظامي پلوه بريالى شي.

دا بديل به هغه څوك غوره كوي چي نه په سر كي عقل لري او نه په زړه كي ترحم او عاطفه، د اقتدار لپاره د خپل ولس وينو ته تږى وي.

نتيجه به ئې همغسي وي لكه چي د نجيب پرچمي ملگرو په اقتدار كي د پاته كېدو هڅه وكړه، له ځينو مجاهد ډوله ټولگيو سره ئې د ائتلاف لار غوره او د نجيب په خلاف ئې له دې كبله كودتا وكړه چي هغه يوه موقت حكومت ته د قدرت له انتقال سره توافق كړى وو، د دوى كودتا د دې باعث شوه چي نظام او امنيتي ځواكونه ئې وشړېږي، يو ستر فوځ چي شوروي اتحاد جوړ كړى، روزلى او تجهيز كړى وو؛ په زرگونو ټانكونه او جهازونه ئې وركړي وو او په درنو او سپكو وسلو ئې سمبال كړى وو؛ د سيمي يو قوي اردو ئې ترې جوړ كړى وو؛ هر څه وشړېږي او له منځه ولاړ شي. متأسفانه ځيني وطن پلوري او د پرديو مزدور ډلي غواړي همغه ترخه او ناكامه تجربه بيا تكرار كړي.

دوى د هغو بهرنيو په اشاره او امر دې كار ته ملا تړلې چي يو متحد، ځواكمن، له جنگ فارغ افغانستان نه خوښوي او داسي افغانستان د خپلو ملي گټو په خلاف گڼي، د جنگ د دوام  او د افغانستان د تجزيې هڅه كوي او كافي پانگونه ئې په تېرو څلور لسيزو كي پرې كړې.

افغانان د سولي په ارتباط په دريو ډلو وېشل شوي:

1.            هغه چي د جنگ خاتمه غواړي او سولي ته تږي دي، د د سولي په ارتباط د ځان لپاره كوم شرط او شخصي غوښتنه نه لري، د جنگ خاتمه، د ډاډمني سولي تأمين، د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، خپلواكي، آزادي، د ملت د خوښي نظام او حكومت ئې اساسي غوښتني دي. د افغان ولس غوڅ اكثريت په همدې ډلي كي دي، موږ هم په همدې صف كي يو.

2.            هغه چي د جنگ دوام غواړي؛ د سولي شعارونه ئې دروغجن دي؛ سوله يوازي په هغه صورت كي مني چي په اقتدار كي د دوى پاته كېدا تضمين كړي.

3.            هغه چي مذبذب دي، واضح او څرگند دريځ او ليد لورى نه لري، په غرض او مرض اخته دي، هم د جنگ مخالفت كوي، هم د سولي او هم د افغانانو د يووالي؛ هدف ئې يوازي دا دئ چي اقتدار ترلاسه كړي؛ كه له هري ناروا او بدمرغي لاري چي وي

بهرني هېوادونه هم په دوو محورونو راغونډ شوي:

•             واشنگټن، اسلام آباد او دوحه

•             ډهلي، تهران او كابل

لومړى محور سوله غواړي

او دوهم محور د سولي له روان بهير سره توافق نه لري

يو لورى نوي جنگ ته تيارى نيسي، د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته پړاو ته ځان چمتو كوي، د مليشو جوړولو هڅي ئې پيل كړې. كه څه هم امريكا د مليشو له جوړولو سره خپل مخالفت رسماً اعلان كړى؛ خو داسي معلومېږي چي غواړي د ښاغلي ټرامپ هغه وينا عملي شي چي ويل ئې: امريكا ولي ولي څو زره ميله لري د افغانستان په جگړي كي ځان ښكېل كړى؛ په كار ده دا جگړه هند، پاكستان، روسيې او ايران او د سيمي نورو هېوادو ته پرېږدي!! ښايي عمداً او د يوې خطرناكي منصوبې مطابق؛ په دې جگړي كي خپل رقيبان ښكېل كړي!!

د كابل حكومت هم داسي انگېري چي كېدى شي دا په اقتدار كي د مزيد پاته كېدو لپاره يو بل چانس او فرصت وي!! د همدې لپاره له سولي سره مخالفت كوي.

يو ئې وايي طالبان يوه وړه ډله ده، كه سوله وكړي نو د ولس په بټۍ كي ذوب او ويلي كېږي. يعني طالب ته وايي: سوله مه كوه؛ سوله ستا د زوال باعث ده؟!!

دا خبري په داسي وخت كي كوي چي په دوحه كي له طالبانو سره په مذاكراتو بوخت دي!! موخه ئې فقط دا چي د سولي بهير شنډ كړي.

قرآن د فرعون په اړه وايي: هغه ورځ چي د ده د غرقېدو نېټه رارسېدلې وه؛ مصريانو ته ئې وويل: موسى او پلويان ئې يوه وړه ډله، دوى زموږ قهر پارولى، او موږ خو ډېر محتاط او د تدبير خاوندان يو!!

إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَشِرۡذِمَةٞ قَلِيلُونَ * وَإِنَّهُمۡ لَنَا لَغَآئِظُونَ ٥٥ وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ العنكبوت: 53- ٥٦

همدغه د دښمن كم نيول او پر خپل ځواك غرور د دې باعث شو چي غرق شي او د راتلونكو نسلونو او نورو فرعونيانو لپاره د عبرت وسيله شي.

همداراز قرآن فرمايي: د بدر په جنگ كي ابوجهل ته خپل شيطان وويل: زه درسره يم، نن هيڅوك درباندي غالبيدى نشي، خو همدا مغرور ابوجهل په همدغه جنگ كي د دوو تنكيو زلميانو په لاس ووژل شو او قريشو د بدر په جنگ كي سخته ماته وخوړله.  

په داسي حال كي چي د نړۍ ستر نظامي پكت ناټو؛ له اته څلوېښتو هېوادو سره ونه توانېدل چي په دې جنگ كي بريا ترلاسه كړي، نن په بشپړه توگه وتل؛ خو پتمن وتل غواړي؛ آيا عجيبه نه ده چي كوم سفيه او بې عقله انسان د دغو بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته په اقتدار كي د پاته كېدو طمع ولري؟!!!

امريكا بايد له طالبانو او كابل حكومت سره پر خپلو كړو ژمنو عمل وكړي؛ له معاهدې سره سم دي خپل ځواكونه وباسي خو نه دي خپلي اډې تخريبوي او نه دي هغه وسائل او تجهيزات له منځه وړي چي د انتقال مصارف ئې تر اصلي قيمت زيات دي!! 

د توجيه وړ نه ده چي امريكا د دې پر ځاى چي دا وسائل افغانانو ته پرېږدي؛ يا ئې ويجاړوي او يا ئې له ځان سره وړي او بل هېواد ته ئې سپاري!!

په مذاكراتو كي بايد پر دوو قضاياوو بحث وشي: 1- اوربند 2- يوه داسي انتقالي حكومت ته د قدرت انتقال چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

دا ځكه چي طالبان؛ اوسنى حكومت نه مني او دا لورى د طالبانو حكومت نه مني. نو آيا په يوه نوي حكومت له توافق پرته د حل بله لار او بديل شته؟ بديل ئې د ناكام او خونړي جنگ له دوام پرته بل څه نشي كېدى؛ جنگ خو ناټو په يو لك شپېته زره سرتېرو؛ په تېرو نولسو كالونو كي ونشو گټلى؛ حكومت به ئې په يوازي سر او د بهرنيو ځواكونو له فعال حضور پرته څنگه وگټلى شي؟ هغه به كوم ځواك وي چي د ناټو تش ځاى ډك كړى شي او جنگ وگټي؟

هو؛ داسي جنگ غوښتونكي هېوادونه شته چي خپلي ناولې گټي ئې په افغانستان كي د جنگ له دوام سره غوټه كړې، د ناټو وتلو ته د يوه فرصت او چانس په سترگه گوري، موخه ئې يا دا ده چي جگړه او بې ثباتي دوام وكړي او يا دا چي له امريكا څه امتيازات ترلاسه كړي.

افغاني ډلو ته مي توصيه دا ده چي مه پرېږدئ د نورو د شيطاني عزائمو لپاره ځان او خپل ولس قرباني كړئ.

جنگ غوښتونكو هېوادو ته مي توصيه دا ده چي ښايي د افغانستان په جنگ كي ستاسو د ښكېلولو منصوبه جوړه شوې وي، كه احتياط ونه كړئ او په دې جنگ كي ښكېل شوئ نو له ډېرو بدو پايلو سره به مخامخ شئ؛ د شوروي ځواكونو او ورپسې د ناټو ماته بايد هر هوښيار انسان ته تلپاته د عبرت درس وي!!

كه دغه زبرځواكونه ونه توانېدل د لاس پوڅو او تپل شوو حكومتونو بقاء او دوام تضمين كړي؛ تاسو به څنگه بريالي شئ.

د قطر په مذاكراتو كي په داسي قضاياوو بحث نشي كېدى چي په ټول ملت پوري تړاو لري؛ لكه د راتلونكي نظام څرنگوالى، اساسي قانون، د قوانينو فقهي مراجع، د نظام نوم، د بيرغ څرنگوالى، د زعامت په انتخاب كي د ولس ونډه، سياسي احزب … او نور ستر ستر ملي مسائل؛ په ټول ملت پوري مربوط دي؛ داسي مرجع كولى شي چي په دې اړه تصميم ونيسي چي  د ټول ملت حقيقي استازيتوب كولى شي، د جگړي له ختمېدو او د سولي له تأمين وروسته، او په داسي حال كي چي بهرني ځواكونه وتلي وي، نوى او ټولو ته د منلو وړ حكومت رامنځته شوى وي، ملت خپل استازي غوره كړي، د ملت ممثله مرجع د هېواد دننه دائر شي او په دغو قضاياوو له تفصيلي بحث وروسته؛ ديني او ملي ارزښتونو ته په پام سره مناسب تصاميم ونيسي.

د نوي حكومت په اړه بايد ووايم:

هغه چي په ظاهر كي د داسي حكومت مخالفت كوي په پټه ئې د هغه لپاره ډېري هڅي كړې دي!!

زما د معلوماتو له مخي طالبانو ته دا وړانديزونه شوي چي ائتلافي حكومت رامنځته شي؛ يوې ډلي ورته ويلي: كه جمهوري رياست ورته وسپارل شي نو په حكومت كي به غوښينه برخه د طالبانو وي او حتى د طالبانو رقيبان به هم په حكومت كي نه نيسي!!

بلي ډلي ورته ويلي: حاضر دئ جمهوري رياست؛ طالبانو ته وسپاري؛ په دې شرط چي دوهم مقام ده ته وركړى شي!!

تاسو به حتماً متوجه شوي يئ چي ځيني تل له دې سره په كلكه او جدي توگه مخالفت كوي چي قدرت يوه نوي حكومت ته انتقال شي؛ ځيني نور بيا داسي دي چي كله د نوي حكومت رامنځته كېدا مني او په خپلو اظهاراتو كي ورسره خپل توافق په مكرره توگه اعلانوي او كله بيا خپله لهجه بدلوي او موقت حكومت يوه ناكامه تكراري تجربه گڼي!!

موږ سوله غواړو، ملت سوله غواړي، له جنگ غوښتونكو كركه او نفرت لري. نه سوله د چا د اقتدار لپاره قرباني كېدى شي او نه د يوه حكومت لپاره هره ورځ د سلگونو افغانانو ويني تويېدل عقلي او شرعي توجيه لري.

دا د حكومت لومړنۍ دنده ده چي امنيت تأمين كړي او د وينو تويېدو مخه ونيسي؛ كه ترې عاجز شو نو ولس د حكومت له تعويض پرته بل بديل نه لري.

د پاكستان سفر

له جمهور رئيس، صدراعظم، د سنا او پارلمان رئيسانو او خارجه وزير، له ژورنالستانو او سياستوالو سره مو تفصيلي ناستي درلودې، د بحث محوري مسائل دا وو:

1.            د جنگ عوامل، سوله او په وړاندي ئې خنډونه، د بحران حل لاري،

2.            د افغانستان او پاكستان تر منځ د ښه گاونډيتوب امكانات څېړل

3.            د تگ راتگ لازم تسهيلات او وېزي ستونزه حلول

4.            د ټرانزيټ تسهيلات

5.            د مهاجرينو ستونزي

6.            او په شخصي توگه له ښاغلي عمران خان د يوه داسي روغتون په ارتباط د ډاكټرانو د روزني مرسته چي وكولى شي په سرطان اخته بيماران معالجه كړى شي او بهر ته تلو وژغورل شي. موږ په جلال آباد كي د همداسي روغتون جوړولو ترتيبات نيولي،

ښاغلي عمران خان د يو شمېر ډاكټرانو د روزني ژمنه وكړه. په پاكستان كي سرطان يوازينى روغتون د عمران خان شخصي روغتون دئ.

ټولو افغانانو ته وايو:

د هغو ډلو له ملگرتيا ډډه وكړئ چي د جگړو دوام غواړي، د نژاد پالني او قومپالني شعارونه وركوي، يو قوم د بل په خلاف جنگوي، په پرديو پوري تړلې دي، د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، په فساد، غصب او غارت كي لاس لري.

د قومي جگړو په بدل كي له پرديو رشوتونه ترلاسه كړي، ځان ئې پلورلى، تاسو ئې پلورلي يئ، له اشغالگرانو سره ئې د ملت په خلاف لاس يو كړى، په دوى اعتماد مه كوئ، پر مخ څپېړه وركړئ، ستاسو عزت په دې كي دئ چي له وروڼو قومونو سره خپله وروري حفظ كړئ. افغانستان د ټولو مېشتو قومونو گډ كور وگڼئ؛ هغه چي د خپلو غرضونو لپاره تاسو له نورو قومونو سره جنگوي؛ هغه تر بل هر دښمن زيات او لوى دښمن وگڼئ.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

 

4 عقرب سال 1399

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button