پیام رهبر

حکمتيار: إن شاء الله د دښمنانو ټولې ناولې توطئې به شنډېږي او مجاهد افغانان به ټولو آزموينو؛ سرلوړي او بريالي وځي

د ورور حكمتيار پيغام د نن ورځي پرتميني غونډي ته

 

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

يُرِيدُونَ أَن يُطۡفِ‍ُٔواْ نُورَ ٱللّٰهِ بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَيَأۡبَى ٱللّٰهُ إِلَّآ أَن يُتِمَّ نُورَهُۥ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ التوبه: ٣٢

غواړي د الله نور په خپلو خولو سره (او تبليغانو سره) تت او مړ كړي، په داسي حال كي چي الله تر هغه لاس نه اخلي چي خپل نور بشپړ كړي كه څه هم كافران (ترې) كركه ولري.

وروڼو خوېندو

دولت، په دولت كي شامل د پرچم گوند؛ او سيكولر ملگرو ئې غوښتل چي د اعدام شوي جنرال نجيب 24 م تلين ولمانځي، هغه هم د دولت په مصرف، د لويي جرگې په خيمه كي او د دريو ورځو لپاره!!

موخه ئې دا وه چي د سولي روان بهير شنډ او ټكنى كړي، طالبان، مجاهدين او ټول هغه افغانان وهڅوي چي د كمونستانو په لاس ئې خپلوان وژل شوي، كورونه ئې وران شوي او د اوږدو جگړو په اور كي سوزېدلي او دردونه ئې گاللي.

اسلام، هېواد او ملت ته ژمنو مجاهدينو تصميم ونيولو چي د دې مخنيوى وكړي؛ د يوې گډي ناستي او اعلاميې په ترڅ كي ئې له چارواكو وغوښتل چي له شرارت لاس واخلي او د افغان جنگ ځپلي ولس پر پرهارونو مالگه ونه شيندي؛

د يوه قاتل، جاني او او ستر وطنپلورونكي تلين لمانځل؛ مگر د ټول افغان ولس په خلاف د جنگ اعلان نه دئ؟ مگر گمان كوئ چي افغانان به هيڅ غبرگون نه ښيي؟

د دې اعلاميې له كبله هغوى د لويي جرگې په خيمې كي غونډه لغوه كړه خو د نجيب پلويانو ته ئې وويل چي له خيمې بهر د هغه تلين ولمانځي؛ هغوى هم په ډېر غرور او مستي سره اعلان وكړ چي دا ورځ به حتماً او همدلته لمانځي، دېرش څلوېښت كسان دلته راغونډ شول؛ د شاوخوا كورونو غيرتي ځوانانو د دوى غونډه متلاشي كړه، او له محل وتښتېدل، خو امنيتي ځواكونو مداخله وكړه، هوائي ډزي ئې وكړې، تښتېدونكو احساس كړه چي امنيتي ځواكونه د دوى مرستي ته راغلي، بېرته راستانه شول، ځينو ئې ډزي پيل كړې، د هورا چيغي ئې وهلې، د جهاد، مجاهدينو او حتى د پكول خلاف ئې شعارونه وركړل، د پكول د سپكاوي لپاره ئې هغه په يوه لرگي لوړ او پر زمكه واچولو.

ما نن دا دئ پكول پر سر كړى؛ پرې فخر كوم، دا زما د جهاد نښه او سمبول دئ، د شوروي خلاف د آزادۍ جنگ دوران كي ټولي نړۍ دا پكول د آزادي غوښتونكو جنگياليو او مجاهدينو نښه گڼله او درناوى ئې كاوو، وطنپلورونكو، ملحدينو او سيكولرانو ته وايو: ستر ستر مقدسات او ارزښتونه؛ خداى، اسلام، آزادي، خپلواكي، ملي حاكميت، ملي هويت، تاريخي عظمتونه، … خو لري پرېږدئ چي د ژوند تر وروستۍ سيلگۍ او د خپلو وينو تر وروستي څاڅكي به ترې دفاع كوو؛ له دې پكول هم دفاع كوو.

نور نه پرېږدو چي وطنپلورونكي، د پرديو مزدوران، د ملت قاتلان او جنايتكاران وستايل شي، ژوندي ئې په دروغجنو القابو ونازول شي او مړي ئې ولمانځل شي.

جنرال نجيب د روسانو د اشغال په دوران كي اته كاله د خاد رئيس وو، خاد د KGB یوه څانگه وه

په لكونو افغانان د دې قاتل او جاني په لاس وژل شوي.

په همدې ادارې كي د خدمت له كبله؛ د روسي جنرالانو په لاس؛ د جمهوري رياست پر كرسۍ كښېنول شو.

د حسن شرق اعتراف كوي چي نجيب غوښتل د سرو زرو څو مليونه سكې او د آى خانم غونډي ټول قيمتي او تاريخي طلايي آثار مسكو ته انتقال كړي. ده ئې مخه ونيوله.

همداراز وايي: نجيب غوښتل پلازمېنه هم بلخ ته انتقال كړي، حسن شرق وايي: دا شورويانو منصوبه وه چي افغانستان په شمال او جنوب تجزيه كړي، كمونستانو ته ئې وويل: تاسو د مجاهدينو په وړاندي په كابل كي مقاومت نه شئ كولى، شمال ته ولاړ شئ او پلازمېنه هم بلخ ته انتقال كړئ، شهنواز تڼى د دفاع وزير او گلاب زوى د وخت داخله وزير؛ هم دا خبره كوي او وايي: موږ د دې تجزيې مخالفت وكړ.

په داسي حال كي چي د كمونستانو له لومړۍ كودتا وروسته هم؛ او تر دې وړاندي هم؛ له ارگ ډېري جنازې وتلې؛ متأسفانه نن هم؛ له ارگ دا شعارونه اورېدل كېږي چي په ژوند نه بلكي يوازي هغه مهال به ئې پرېږدي چي جنازه ئې ترې ووځي!!

ټولو؛ مخصاصاً هغو ته د ارگ يا مرگ شعارونه وركوي؛ وايو: راشئ له ارگ د جنازو وتلو سيئه سنت بدل كړو؛ داسي چي له نن وروسته ارگ ته ننوتل هم سوله ايز او د ملت په خوښه وي او ترې وتل هم؛ جنازې ئې ونه وځي، ژوندي ووځي او په ټولني كي احترام او درناوى هم خوندي پاته شي

له ارگ ډېري جنازې ووتلې: سردار داؤد د خپلو كمونيستو ملگرو په مرسته او د كودتا له لاري ارگ ته ننوت او د همدغو ملگرو په لاس د كورنۍ له ټولو غړو سره ووژل شو!

همداسي تركى او بيا امين ووژل شول، يو د خپل شاگرد په لاس او بل د شوروي سپيټنټز كوماندوگانو په لاس او په قصر كي. په پاى كي نجيب د هغو په لاس د اعدام په لوري ولاړ چي ده د مليشو برگي دريشي ورواغوستې او له عادي كارگرانو او كرايي جنگياليو ئې جنرال جوړ كړل.

همدغو د ده خلاف كودتا وكړه، نجيب غوښتل په پټه او په يوه عادي موټر كي تر هوائي ډگر لاړ شي؛ خو بخت ورسره ياري ونه كړه، بېرته راستون شو او د ملل متحد دفتر ته ئې پناه يووړه.

پرچميانو ته وايو: تاسو په تېرو 40 كلونو كي پر كابل حكومت كړى؛ د طالبانو له پنځه كلن حكومت پرته، د دوو اشغالگرو ځواكونو په خدمت كي وئ؛ د پرديو تر قومندې لاندي د خپل ملت خلاف وجنگېدئ، ځان ملت، هيواد، تاريخ، آزادي، خپلواكي او ټول ديني او ملي ارزښتونه وپلورل، سره له دې ټولو جناياتو او خيانتونو؛ مجاهدينو اشتباهاً يا مصلحت ته په پام سره؛ تاسو ته عفو وكړه؛ په دې هيله چي تاسو به له خپلي توري ماضي توبه وكړئ او د خپلو اشتباهاتو د جبران لار به غوره كړئ؛ خو معلومه شوه چي په تاسو كي د اصلاح ماده ويلي شوې؛ د زړه سوي وړ نه يئ؛ مله حق لري چي ووايي:  

تر هغه چي دا مزدور او سپېره ټولگى په اقتدار كي وي؛ همدا اوسنى حالت به دوام كوي.

د دې پرتميني غونډي پر گډونوالو غږ كوم چي راشئ نن د دې پليدي ډلي د منحوس اقتدار پاى اعلان كړو او عملاً داسي لاري غوره كړو چي د دوى سپېره واكمني او سلطه د تل لپاره پاى ته ورسوو.

چارواكو ته ووايو: وطنپلورونكي، ملحدين او د ملت قاتلان له دندو لري كړئ، كه نه نو موږ به ئې په خپله لري كړو!!  

د پارلمان په غړو غږ كوو چي په دې اړه د ملت په څنگ كي ودرېږي، همداسي چي تاسو د موازي ادارو انحلال اعلان كړ او ملت ستاسو د دې ملي پرېكړي حمايت وكړ؛ دا پرېكړه هم وكړئ چي هغه وزيران، سفيران، واليان او نور جگپوړي چارواكي بايد له مهمو دندو منفك شي چي د وطنپلورو ډلو عضويت لري، د اشغالگرانو په څنگ كي ودرېدلي، د ملت په خلاف جنگېدلي، دوه تابعيته دي، كورنۍ ئې بهر كي اوسي، په خپله يا مېرمني ئې اسلام ته ژمن نه دي، زموږ ملي ارزښتونو ته درناوى نه لري، غيراسلامي او پرديپالو ډلو سره تعهد لري او په مالي او اخلاقي فساد تورن دي

د افغان ولس ټولو قومونو او توكمنو؛ مخصوصاً شيعه افغانانو ته وايو: هغه پرديپالي او قومپالي ډلي چي د پرديو په اشاره؛ قومي او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي، تاسو ئې پرون له نورو قومونو سره وجنگولئ، ستاسو په نامه ئې له پرديو رشوتونه ترلاسه كړي، ځان ئې پلورلى، تاسو ئې پلورلي يئ، له اشغالگرانو سره ئې د ملت په خلاف لاس يو كړى، په دوى اعتماد مه كوئ، پر مخ څپېړه وركړئ، ستاسو عزت په دې كي دئ چي له وروڼو قومونو سره خپله وروري حفظ كړئ، افغانستان د ټولو مېشتو قومونو گډ كور وگڼئ؛ هغه چي د خپلو غرضونو لپاره؛ هزاره او شيعه، دا او هغه توكم، له نورو قومونو سره جنگوي؛ هغه تر بل هر دښمن زيات او لوى دښمن وگڼئ. يو گاونډى مو غواړي چي په افغانستان كي د قومي او مذهبي جگړو اور ته لمن ووهي، د جنگ پر دوام پانگوني كوي، افغانان دلته هم يو د بل خلاف جنگوي او عراق او سوريې ته ئې هم د جنگ لپاره استوي.

دوه بديلونه په مخكي لرو:

1. له سوله ايزي لاري او د افغانانو تر منځ د صادقانه او بلاقيد و شرط مذاكراتو په نتيجه كي؛ او د پرديو له اغېز او حضور پرته؛ پر يوه نوي نظام، حكومت او اساسي قانون توافق او په سوله ايزه توگه هغه ته د قدرت انتقال. كه داسي وشي نو د اوسني نظام او د امنيتي ځواكونو د بشپړ شړېدو مخه به ونيول شي.

2. دوهم بديل دا چي د جنگ پر دوام تر هغه ټينگار وشي چي له نظامي لاري رانسكور شي، نتيجه به ئې همغسي وي لكه چي د نجيب پرچمي ملگرو په اقتدار كي د پاته كېدو هڅه وكړه، د يوه گنده ائتلاف رامنځته كولو لار ئې غوره او د نجيب په خلاف ئې له دې كبله كودتا وكړه چي هغه يوه موقت حكومت ته د قدرت له انتقال سره توافق كړى وو، د دوى كودتا د دې باعث شوه چي نظام او امنيتي ځواكونه ئې وشړېږي، يو ستر فوځ چي شوروي اتحاد جوړ كړى، روزلى او تجهيز كړى وو؛ په زرگونو ټانكونه او جهازونه ئې وركړي وو او په درنو او سپكو وسلو ئې سمبال كړى وو او د سيمي يو قوي اردو ئې ترې جوړ كړى وو؛ هر څه وشړېږي او له منځه ولاړ شي. متأسفانه ځيني وطن پلوري او د پرديو مزدور ډلي غواړي همغه ترخه او ناكامه تجربه بيا تكرار كړي.

دوى د هغو بهرنيو په اشاره او امر دې كار ته ملا تړلې چي يو متحد، ځواكمن، له جنگ فارغ افغانستان نه خوښوي او داسي افغانستان د خپلو ملي گټو په خلاف گڼي، د جنگ د دوام  او د افغانستان د تجزيې هڅه كوي او كافي پانگونه ئې په تېرو څلور لسيزو كي پرې كړې.

مطمئن يو چي إن شاء الله د دښمنانو ټولې ناولې توطئې به شنډېږي او مجاهد افغانان به ټولو آزموينو؛ سرلوړي او بريالي وځي.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button