پیام رهبر

حکمتيار: د پارلمان د ټولو ملي پرېكړو او دريځونو قدرونه او حمايت کوو

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

 

د پارلمان د ټولو ملي پرېكړو او دريځونو قدرونه او حمايت

 

حزب اسلامي افغانستان د پارلمان د ټولو ملي پرېكړو او دريځونو قدرونه او حمايت كوي، په ځانگړې توگه د وروستيو پرېكړو؛ د هغو مستقلو ادارو، رياستونو او وزارتونو الغاء او حذفول چي په غير قانوني توگه او د دې لپاره رامنځته شوي چي نظام، تشكيلات، تعيينات او مالي او اداري تصرفات د يوه شخص په انحصار كي وي؛ داسي چي مفسدين، غله، نااهل، دوه تابعيته، استخباراتي شبكو پوري تړلي، له ملي او ديني ارزښتونو منكر افراد توظيفولى او په خلاص لاس او په غير قانوني توگه په مليونونو ډالر حيف او ميل كولى شي او د هېچا په وړاندي د مسئوليت احساس نه كوي.

پارلمان ته په كار ده پر خپل دريځ كلك ودرېږي او له ځنډ پرته؛ په فوري توگه د خپلو پرېكړو پلي كېدا، تضمين او عملي كړي.

هغه وزيران، سفيران، واليان او نور جگپوړي چارواكي بايد له مهمو دندو منفك شي چي دوه تابعيته دي، كورنۍ ئې بهر كي اوسي، په خپله يا مېرمني ئې اسلام ته ژمن نه دي، زموږ ملي ارزښتونو ته درناوى نه لري، غير اسلامي او پرديپالو ډلو سره تعهد لري او په مالي او اخلاقي فساد تورن دي

كه داسي وزيرانو له پارلمان د اعتماد رأى ترلاسه کړې وي؛ بايد سلب اعتماد شي.

اورېدل كېږي چي ارگ د پارلمان د انحلال اراده لري؛ كه د دې غير اصولي او غير ملي تصميم احتمال وي نو په كار ده چي تر دې وړاندي مناسب گامونه واخيستل شي او دا صلاحيت ترې سلب شي، كه فرمان صادر شي نو قطعاً ئې مه منئ، ملت د مفسدو چارواكو په وړاندي ستاسو حمايت كوي.

د پارلمان هغه وكيلان چي له خپل دريځ ناوړه استفادې كوې، په فساد كي لاس لري، د خپلو قومي او سياسي حريفانو خلاف هم خپل موقف كاروي او هم خپل امنيتي پرسونل او وسلې؛ نږدې مثال ئې په پنځم د ميزان د يوه وكيل له لوري د وسلو كارول دي. د پارلمان داسي غړي بايد له دې ملي مؤسسې حتماً اخراج شي. دا كار به پارلمان او غړو ته ئې دروند اعتبار او حيثيت ورپه برخه كړي.

د كمونيستي رژيم مخكني جمهور رئيس جنرال نجيب؛ د اعدام تلين لمانځل؛ هغه هم له 24 كلونو وروسته او د لومړي ځل لپاره؛ په دولتي امكاناتو او د لويي جرگې په خيمې كي؛ د سولي د روان بهير د شنډولو او د طالبانو او مجاهدينو د پارولو په موخه؛ له شرارت ډك اقدام وو چي پارلمان ته په كار ده په دې اړه هم پرېكړه وكړي، د داسي شرارتونو مخه ونيسي او هغه چارواكي د استجواب لپاره احضار كړي چي په دې حساس وخت كي ئې داسي شرارت ته لاس اچولى. دا د هر افغان ديني او ملي دنده ده چي د ملي خائنينو، جنايتكارانو او وطنپلورونكو خلاف د ملت څنگ ته ودرېږي او په خپل دريځ سره د مظلوم ولس او مؤمن ملت اراده تمثيل كړي

حكمتيار

د حزب اسلامي افغانستان امير

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button