پیام رهبرسلایدر

حکمتیار: که دولت سولې ته چمتو نه شي نو سیاسي ګوندونه به له طالبانو سره خبرو ته کیني

د ننګرهار پوهنتون يو شمېر استادانو له ښاغلي حکمتیار سره د سولې او انتخاباتو په اړه خبرې وکړې، د ننګرهار پوهنتون يو شمېر استادانو پرون ورځ د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتیار سره وکتل او د سولې او انتخاباتو په اړه ئې ورسره خبرې وکړې.

په پېل کي استاد محمودي، استاد دل آقا وقار، استاد رحماني، عبدالستار نصرتي، استاد برکت الله، مولوي همايون، استاد نورزمان، استاد هدايت الله، صادق رهنما، استاد شفیع الله، استاد فضل الهادي او دوکتور قانت خبرې وکړې او د حزب اسلامي پر اوسني او راتلونکي وضعیت ئې خپل نظريات او وړاندیزونه له ښاغلي حکمتیار سره شريک کړل.

همدارنګه دوی د سولې، انتخاباتو او ځينورو ملي مسائلو په اړه هم خبرې وکړې او په دې اړه ئې د حزب اسلامي له دريځ او تګلارو ملاتړ وکړ.

د حزب اسلامي امير هغوی ته له ښه راغلاست وروسته وويل: د انتخاباتو په اړه موږ دوه اساسي غوښتنې لرو لومړی داچي په ۲۴۲۳ محلونو کي چي بایو متريک وسائل ئې غلا شوي باید مجدد انتخابات ترسره شي، همدارنګه د ټولو محلونو صندقونه دې د کاندیدانو د ناظرینو په حضور کي بیا وشمېرل شي او نتائج دې له دې وروسته اعلان شي.

ښاغلي حکمتیار زياته کړه:  که د انتخاباتو کمیسیونونه زموږ غوښتنې ومني نو موږ چمتو يو چې د انتخاباتو نتائج ومنو او کنه له خپل حق دفاع کوو، له تقلب ډک انتخابات او نتائج هېڅکله نه منو او که ددې انتخاباتو په نتیجه کي کوم څوک بریالی هم اعلانيږي موږ ته به د منلو وړ نه وي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه ښاغلي حکمتیار وويل: که دولت د اوسني وضعیت پر دوام ټینګار وکړي او سولې ته چمتو نه شي نو سیاسي ګوندونه به له طالبانو سره خبرو ته کیني .

ښاغلي حکمتیار زياته کړه : سیاسي ګوندونه او طالبان دېته چمتو شوي دي چې پخپلو منځونو کي ګډه ناسته وکړي او موږ ترجيح ورکوو چې دا ناسته په ترکيه کې ترسره شي.

ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: حزب اسلامي په ټول توان د جګړې د پای ته رسولو او د سولې تأمين په برخه کي خپلې هڅې جاري ساتي. دا هېواد پخوا هم حزب اسلامي آزاد کړی او اوس هم يوازې له حزب اسلامي دا تمه کيږي چې دا هېواد وژغوري او مثبت تغییر راولي.

د حزب اسلامي امير وويل: موږ تصميم نيولی چې په ټول هېواد کې فعاله لیسې ولرو او تر څنګ ئې په ځينو ولایتونو کي پوهنتونونه هم جوړ کړو. همدارنګه د يو تلویزیون د جوړولو چارې هم پېل شوي دي او په دې برخه کي کافي پرمختګ شوی دی.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button