طالبانو ته د محترم حکمتیار مشوره
طالبانو ته مشوره:
1-په عراق كي د امريكا استخباراتي او د ځينو په اصطلاح محدود حضور؛ داسي پېښي رامنځته كړې؛ لكه د حزب الله پر مراكزو راكټي بريدونه او په مقابل كي ئې د امريكا پر تأسيساتو د ايران پلوو ډلو له لوري بريدونه او بالآخره پر سليماني د بغداد په هوائي ډگر كي هوائي بريد او د هغه وژنه.
هيله ده په خپلي معاهدې كه دا مطلب حتماً په پام كى ولرئ.
طالبانو ته مي دوهمه مشوره دا ده:
دا قطعاً صحيح او د توجيه وړ نه ده چي له امريكا سره اوربند وشي او د كابل له حكومت سره نه،
موږ د كابل له حكومت سره يو اړخيز اوربند درلود او مجاهدينو ته مو لارښوونه كړې وه چي يوازي له بهرنيو سره وجنگېږئ، له افغان امنيتي ځواكونو سره تر هغه قطعاً مه جنگېږئ چي بهرني ځواكونه مو په هېواد كي وي؛ مگر دا چي د افغاني ځواكونو له لوري تر بريد راغلئ هغه مهال له ځان دفاع وكړئ.
د امريكا او ايران تر منځ د وروستيو لانجو په اړه بايد ووايم:
د افغانستان او عراق په اشغال كي له امريكا سره د ايران ملگرتيا او مرسته؛
د اسامه او الزرقاوى په مرگ د ايرانيانو خوشحالى ښودل
د اردوغان په ضد كودتا كى د ايران د هغو سرتېرو د خوشحالۍ ډزي چي په سوريه كي مستقر شوي او د سوريې له مظلومو سنيانو سره جنگېږي.
په سوريه كي له بهرنيو ځواكونو سره د ايران ملگرتيا
همدا د دې باعث شول چي نن د امريكا له لوري گواښل كېږي او همغه څه له دوى سره كوي چي پرون ئې له خپلو نورو رقيبانو سره كول!!
زموږ په ضد تبليغات
زموږ د بې مروته او سپكو رقيبانو يو او دائمي خصلت دا دئ چي بې انتهاء دروغجن دي، تل ئې زموږ په خلاف دروغ ويلي، يو او وروستى مثال ئې دا دئ چي د دولت ساز ټيم اړوند يوې مجازي پاڼي ليكلي چي گواكي ما ويلي: افغانۍ مه ساتئ، په عوض كي ئې ډالر، ريال او كلداري وساتئ!! پرته له دې چي ووايي: دا خبره ئې كله كړې او چا ته ئې كړې،!! نه د غږ او وينا ثبوت وړاندي كوي او نه د ليكني او اعلاميې ثبوت!!
دا دروغجن تبليغات هغه سپك او د پرديو مزدوران كوي چي هم ئې په ټولي نړۍ كي د افغانانو او افغانستان حيثيت له منځه يووړ او هم ئې د افغانيو ارزښت دومره ټيټ كړ چي نن او مخصوصاً د بهرنيو ځواكونو د احتمالي وتلو انگازو ئې اعتبار ته دومره صدمه رسولې چي نه څوك قرض په افغانيو وركوي، نه كور په كرايه او نه په بانکونو كي افغانۍ ساتي. نن د افغانستان پاسپورت تر ټولو زيات بې اعتباره پاسپورت دئ. او افغاني ديپلومات تر ټولو بې حيثيت ديپلومات، دا ځكه چي د سيكولرانو د مفسد او پرديپال حكومت په دوران كي په سلگونو ديپلوماتان له سفارتونو تښتېدلي په اړوند هېوادو كي ئې د پناه غوښتنه كړې!! حتى د هيئتونو او لوبډلو غړي تښتېدلي او هېواد ته ئې له راستنېدو ډډه كړې.
موږ آزاد، مستقل، سرلوړى، دروند او عزتمن افغانستان غواړو، د ټولو بهرنيو ځواكونو پر بلا قيد او شرط وتلو ټينگار كوو، ځواكمن او مقتدر حكومت او د ملت د خوښي اسلامي نظام غواړو، دا هر سرلوړي افغان ته د ننگ او پېغور باعث بولو چي لاس ئې پرديو ته اوږد وي، راكړه وركړه ئې د افغانيو پر ځاى په بهرنيو اسعارو وي، امنيتي ځواكونه ئې د پرديو په لاس روزل كېږي او د هغو بهرنيانو تر قومندې لاندي د ملت په خلاف جنگېږي چي تمويل او تجهيز ئې د هغوى په لاس كي دئ!!
موږ د دې مخالف يو چي انتخابات مو د بهرنيو تر مديريت لاندي ترسره شي، نتائج هغوى وټاكي او هغوى ئې اعلان كړي، مشاورين ئې په وزارتونو او ارگ كي هم او د انتخاباتو په كميسيون كي هم اصلي واكمنان او مديران وي، سفير ئې سفير نه بلكي (واى سرا) وي، د پردې ترشا اصلي واكمن هغه وي او افغاني تش په نامه او بې واكه حكام ئې فقط مطيع مأمورين وي!!
د امريكا بدل شوي سفير وويل: هغه څوك چي تر يو مليون كمو رأيو سره جمهور رئيس شي؛ ډير به هم معتبر جمهور رئيس نه وي، بايد له نورو لوريو سره په موافقه او مشاركت حكومت جوړ شي!!
سيكولرانو! آيا يو بهرنى سفير د داسي اظهاراتو او اوامرو صادرولو حق لري؟ آيا دا ستاسو د جمهور رئيس لپاره ستر سپكاوى نه دئ؟ ځواب او غبرگون مو څه وو؟ ولي مو تندى نه خولې كېږي؟
مرگ پر ذليلو سيكولرانو!!
از ما در باره اقدام شجاعانه علماء هرات و در رأس آنها محترم مولوى صاحب مجيب الرحمن انصارى؛ در رابطه به اجراء حدود و تطبيق احكام شريعت در مورد مجرمين مى پرسند، پاسخ ما چنين است:
از هر اقدامى در رابطه به منع ظلم، الحاد، دين ستيزى، فساد، فحشاء و سائر منكرات همواره حمايت كرده ايم و امروز نيز مجدانه حمايت مى كنيم.
به تمامى اعضاء حزب اسلامي توصيه مى كنيم از چنين حركات و اقدامات نه تنها حمايت كنند بلكه در آن عملاً شركت نمايند.
علماء ما به سكوت وادار نشوند، تهديد نشوند، زندانى نشوند، ترور نشوند.
شرائط كنونى كشور ما دقيقاً شبيه يك دارالحرب است؛ نه دارالاسلام، شبيه به دوران مكى است؛ نه دوران مدنى.
ما هنوز مدينه نداريم؛ بايد تلاش كنيم نخست مدينه بسازيم؛ بعد احكام و حدود را جارى كنيم. بايد تمامى توجه را به تغيير نظام مبذول كنيم.
همانگونه كه پيامبر عليه السلام در مكه؛ نه چون حاكم و زعيم دولت؛ حدود را اجراء كرد و نه احكام مربوط به جرائم و جنايات را نافذ كرد. هدايات و رهنمودهاى مربوط به جرائم نيز بعد تأسيس دولت در مدينه نازل گرديده؛ نه قبل از آن.
علماء را دعوت مى كنيم: بياييد دست به هم بدهيم و حركت نيرومند و تعيين كننده اى را براى تأسيس يك مدينه جديد آغاز كنيم، اگر علماء هدفمند و جرأتمند ما چون مولوى صاحب انصارى وارد صحنه شوند و مبارزه جدى براى رسيدن به اين هدف را آغاز كنند؛ إن شاء به زودى به اين هدف نائل خواهيم شد.
سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك