اعلامیه هاسلایدر

د هېواد وروستيو تحولاتو په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحيم

د هېواد وروستيو تحولاتو په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه!

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ په داسي حال كي د مذاكراتو لړۍ پيل شوه چي د دولت استازو پكي اشتراك نه دئ كړى، دا مذاكرات كه څه هم نوى انكشاف دئ او ځينو ته ئې هيلي راټوكولې خو د ناستي تركيب، د دولت عدم حضور، د مذاكراتو څرنگوالي او مبهمي اجندا او د ځينو لوريو غيرمسئولانه اظهاراتو؛ د هېواد دننه او بهر تشويشونه او اندېښنې راولاړي كړې دي. په مذاكراتو كي د طالبانو د هيئت مشر ويلي چي د توافق په صورت كي به د دولت امنيتي ځواكونه له دې كبله منحل كېږي چي دا د بهرنيو په شتون كي رامنځته شوي!! دا هغه څه دي چي هيڅ شريف او سرلوړى افغان ئې نه مني.
په دې كي شک نشته چي افغان ولس له رواني بدمرغي جګړي ستړی شوی او باعزته سوله غواړي؛ خو داسي سوله چي د بين الافغاني مذاكراتو او روغي جوړي په نتيجه كي رامنځته شي، د ناستي اصلي لوري افغانان وي، د افغانانو د خوښي حكومت، د قانونمن اسلامي نظام تأسيس، ځمکنۍ بشپړتيا، ټولنيز او سياسي عدالت، د ملي ګټو خونديتوب او د ملي ادارو تحکيم او ثبات تضمين كړي؛ نه هغه سوله چي له بهره پر افغانانو تحميل شي، اصلي لوري ئې بهرنيان او د بهرنيانو د خوښي يو افغاني لورى وي، همغسي لكه چي د شوروي ځواكونو د وتلو په وخت كي د ژنيو په مذاكراتو كي اصلي لوري مسكو، واشنگټن او اسلام آباد وو، د كابل حكومت استازي هم بلل شوي وو خو د مجاهدينو په غياب كي د سولي تر نامه لاندي داسي توافق رامنځته شو چي يوازي د شوروي ځواكونو وتلو ته ئې پتمنه بڼه وركړه، مخكنۍ جگړي ته ئې په نوې بڼي كي د دوام لار پرانسته، چي په نتيجه كي ئې ملي ادارې او بنسټونه ويجاړ، د نوييمي لسيزي ترخې پېښي رامنځته شوې او همغي جگړي تر ننه دوام وكړ.
حزب اسلامي هيچا ته اجازه نه ورکوي چي د سولي له نامه په استفادې سره يو نامشروع حكومت رامنځته كړي او زموږ د ملي بنسټونو د ويجاړۍ باعث شي. يوازي هغه سوله د منلو وړ ده چي د نظام استحكام او په ټولني كي ثبات او عدالت تأمين كړي؛ له دې پرته تش په نامه او تحميلي سوله هيڅ ارزښت نه لري او هيڅ ستونزه نشي حل كولى. حزب اسلامي افغانستان نه يوازي دغي ملي او ديني وجيبې ته ژمن دئ بلكي د انارشۍ او بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره به د تل په څېر د خپل غيور ملت په څنګ كي ودرېږي.
سوله قرباني غواړي او دې قربانۍ ته بايد هر رښتينی افغان چمتو وي. که موقت حکومت يا د واک په جوړښت كي هر ډول بدلون د ډاډمني سولي متضمن وي، بايد پر وړاندي ئې خنډونه رامنځته نه شي.
حزب اسلامي افغانستان د روان بحران پای ته رسولو او د رغنده بين الافغاني مذاكراتو او روغي جوړي لپاره هر ډول سالمي او صادقانه هڅي ستايي او لکه څنګه چي ئې تر دې وړاندي د ډاډمنې سولي د تأمين لپاره د بين الافغاني مذاکراتو لاره خپله کړه، دې ته ورته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره هر ډول همکارۍ او منځګړيتوب ته چمتو دئ.
د بين الافغاني مذاکراتو او تلپاته سولي لپاره زموږ طرحه دا ده چي يو ملي، ځواکمن، باصلاحيته او د هېواد ټولو مطرحو اړخونو ته د منلو وړ هيئت جوړ شي. دغه هيئت به د سولي لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو ترڅنګ د مذاکراتو او د سولي په ارتباط د هري پرېكړي او وروستي تصميم يوازينۍ عالي او معتبره مرجع وي. په دې سره به په جګړه كي د ښكېلو اړخونو هر ډول بهانې له منځه ولاړي شي او روان مذاکرات به سوچه بين الافغاني بڼه خپله کړي.
موږ سره له دې چي د سولي او بين الافغاني مذاکراتو په اړه د امريکا متحده ايالاتو وروستي اقدامات او د خپلو ځواكونو د ايستلو په اړه د دوى اظهارات تأييدوو او په دې باور يو چي جنگ يوازي هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي ټول كورني او بهرني عوامل ئې له منځه ولاړ شي، لکه څنګه چي تل مو د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل غوښتل او د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولي په معاهده كي هم ټينګار پرې شوی، او نن متحده ايالات هم د خپلو ځواكونو ايستلو ته چمتو شوي، هيله ده دا وتل د يوه معقول او د منلو وړ مهالوېش مطابق او مسئولانه ترسره شي، وتل ئې له افغان لوري سره د توافق له مخي وي، او نه د شوروي ځواكونو د وتلو په څېر چي يوه اوږده جگړه ئې ترشا پرېښوده.
د ولسي جرګې له تقلب او درغليو ډك تېر انتخابات، ناسالم مديريت ئې، بدي پايلي ئې، د چارواكو لاسوهني، د رغنده او شفافو انتخاباتو په ترسره كولو او د يوه صالح، موفق، معتبر او اهل كميسيون په جوړولو كي د حكومت بشپړه ناكامي، او له څلورو مياشتو تېرېدو وروسته هم د انتخاباتو د غيرثقه نتائجو عدم اعلان؛ هغه څه دي چي افغانان ئې هم د انتخاباتو د افاديت په اړه بې باوره كړل او هم په دې اړه چي انتخابات كولى شي د بحران په حل كي مرسته وكړي، د انتخاباتو دې ناكامي لوبي افغان ولس د راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو او اړوندو بنسټونو د كفائت او د حكومت د ارادې او عزائمو په اړه شكمن او اندېښمن كړي. تر ننه د دولت له لوري د راتلونكو انتخاباتو لپاره نه كوم اجراءات شوي او نه كوم تيارى ورته نيول شوي، كله يوه نېټه اعلان شي او كله بله، ټول اعلانات او اجراءات يو اړخيز او د څو چارواكو له لوري په خپلسر، غيرقانوني او له سياسي گوندونو او د جمهوري رياست له نوماندانو سره له تفاهم او توافق پرته!!
له بده مرغه اوسنی حکومت د ګڼو داخلي کړكېچونو ترڅنګ؛ د لويو ملي قضاياوو په سالم او رغنده مديريت كي پاته راغلی. د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې انتخابات له درغليو او فساد ډك وو، په نتيجه كي ئې د واجد شرائط افغانانو ډېرى د رأى كارولو له مسلم حق؛ قصداً او عمداً او د ناولو سياسي عزائمو او موخو له كبله محروم كړى شول، د ډېرو رأيي هدر ولاړې او د دوی استازو ولسي جرګې ته لاره و نه مونده. د جمهوري رياست انتخابات هم راروان دي، حکومت او کميسيونونه ئې پر وړاندي عاجز او ناتوانه ښکاري. تېرو تجربو ثابته کړه چي د ناکامو ټاکنو تر ټولو مهم لامل له هغه ناکاره او زاړه SNTV سيستم کار اخيستل وو چي تقلب ته لار آواروي، نه د وخت غوښتنو ته ځواب ويلى شي، نه عدالت تأمينولى شي او نه داسي دروند او معتبر پارلمان او حكومت رامنځته ته كولى شي چي د ملت اكثريت ئې ترشا ولاړ وي. حزب اسلامي د دې ترڅنګ چي پر ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره كول غواړي؛ د حکومت پر مشرانو غږ کوي چي د ملت او اغيزمنو سياسي احزابو له غوښتنو سره سم او له ځنډ او بهانې پرته دغه له کاره لوېدلی سيستم په هغه نوي او رغنده د متناسبي نماینده ګۍ ( PR) سيستم تعويض كړي چي زموږ د ولس ورځنيو غوښتنو ته ځواب ويونكى، په نړۍ واله کچه تجربه شوى، د تقلب مانع او بريالى سيستم دئ، چي هم اسانه، هم كم مصرف، هم له شخړو او لانجو فارغ، د مديريت وړ، پر عدالت ولاړ او د شفافو انتخاباتو متضمن دئ؛ چي په نتيجه كي ئې نه هيڅ واجد شرائط افغان د رأيي وركولو له حق محروم شي او نه هيڅ كارول شوې رأيه ضايع شي. بايد د انتخاباتو داسي واضح ميکانيزم رامنځته شي چي ټولو سياسي جريانونو ته د منلو وړ وي او په نتيجه كي ئې له هر ډول فساد او درغليو پاک؛ سراسري انتخابات ترسره شي.
په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو كي بايد هېڅ افغان په هېڅ پلمه او بهانه د خپلي رأيي له کارولو محروم نه شي. که دا مهاجرين دي او که د ناامنو سيمو استوګن؛ دولت او د انتخاباتو اړوند ادارې مکلف دي چي نوموړو ته د رأيي کارولو لپاره لازم او مناسب شرائط برابر کړي، د منلو نه ده چي نږدې اته ميليونه مهاجرين او داخلي بې ځايه شوي هېوادوال په انتخاباتو كي له مشارکت محروم کړی شي.
دا د دولت دنده ده چي ټولو افغانانو ته يو ډول او له توپير او تبعيض پرته برابر شرائط او تسهيلات مهيا کړي او په انتخاباتو كي د ټولو افغانانو د مشارکت په وړاندي ټول خنډونه او موانع له منځه يوسي. که چېري دا کار و نه شي نو ولسمشريز انتخابات به هم د پارلماني انتخاباتو په څېر له درغليو او لانجو ډك وي چي په نتيجه كي به ئې د بحران د پای ته رسولو پر ځای يوه بله فاجعه وزېږوي او د تېر په شان به د ملي يووالي حکومت په څېر يوې بلي معاملې ته لاره آواره شي.
حزب اسلامي افغانستان
۱۵/دلو/۱۳۹۷

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button