سلایدرسیاسی

ایا د حکمتیار پرونی جهادي موقف درته د منلو وړ وو؟!

ایا د حکمتیار پرونی جهادي موقف درته د منلو وړ وو؟!

لیک: استاد راشد
د حکمتیار په اړه د منصوري لښکر مستعار فیسبوکي ښکنځلمار څرګندونې او په اړه ئې زموږ غبرګون!
منصوري لښکر صیب! ستاسو لینکه مو په پوره غور سره تر پایه ولوستله، د لېکنې په لومړي بند کې مو د حکمتیار پخوانی جهادي موقف او کړنې په صحیح انداز کې تأیید او د یو لوي جهادي تنظیم د غوره او مبتکر رهبر په توګه ورباندې قانع واستئ. اوږدمهاله، فکري او نظامي مجاهده مو ئې د حقیقت په هنداره رابرسېره کړې، لس ګونه کتابونه، رسالې، او د قرآن تفسیر مو ئې د علمي او فکري زېرمو ارزښتمنه پانګه بللې. د اسلامي نړۍ په کچه مو ئې نړیوال اسلامي فکر ستایلی، د فلسطین، الجزائر، اذربایجان او نورو اسلامي ملکونو سره مو د هغه غم شریکي د نړیوال اسلامي شخصیت په توګه تقدیر کړې. په هیواد کې مو د سوچه اسلامي نظام د اقامې غوښتونکی پېژندلی وو.
پوښتنه دلته راولاړیږي چې ښاغلي حکمتیار سره له دومره ځانګړتیاوو ولې ټول ژوند په مهاجرت او محرمیت کې تېر کړ؟ ولې له دې اوچت شخصیت نه افغانانو او له مخې ئې د نړۍ مسلمانانو په خپل ځاي کې مناسبه ګټه پورته نه کړه؟ ولې پرون هم منفور او ستاسو د سترګو اغزی او نن هم؟ په داسي حال کې چې پرونی موقف ئې نن ستاسو د تأیید وړ وګرځید! پرون په همدې فکر او موقف منفور او محروم وو.
نه ئې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال په هیواد کې لویشت ځاي درلود؛ نه د صلیب پر وړاندې د مبارزې په سنګر د خپل ورور له شره په امن کې وو؛ نه د کرزي د ظالمې او اجیرې واکمنۍ پر مهال!
له دې معلومیږي چې نننی موقف به ئې سبا ستاسو د ستایلواو تأیید وړ وګرځي. په دې اړه ستاسو دریځ هم ثابت نه دي!!
منصوري لښکر صیب!
له کوم ادرسه چې تاسو څرګندونې کړې، اشتباه مو کړې! ځکه کوم ادرس ته چې تاسو ځان منسوبوي هغه ادرس له مخکې حکمتیار نفي کړی وو، د هغوي په اند د حکمتیار مبارزه کلونه وړاندې مردوده اعلان شوې وه، ان تر دې چې د اسلام له پولو ئې ایستلی وو، د صلیب پر وړاندې ئې د مبارزې په سنګر کې د حکمتیار سپاهیان د معاون لښکر په توګه نشو زغملای دا خو لاپرېږده چې د حکمتیار جهاد او مبارزې ته د حقانیت په نظر وګوري.
هغوي د صلیب سره دا تعاون وکړ چې د یو لوي جهادي تنظیم د جهاد له عظیم نعمت بې برخې کړ او جهاد او دعوت په لار کې ئې ورته بې شمېره خنډونه ایجاد کړل.
د حکمتیار اوسنی موقف چې همدې ادرس ته هم د منلو وړ نه دي، آیا په دې کې همدوی رغنده رول نه درلود؟ آیا په لوی لاس ئې د جهاد سنګرونه خوار نه کړل؟
بلآخره حکمتیار ته ستاسو عملي طرحه څه وه؟ څه ئې باید کړي واي؟ په داسې حال کې چې د جهاد سنګرونه مو د خپل ځان مسلم حق ګاڼه بل چاته پکې جنګیدل درته شرارت ښکاریده! بل لور ته دښمن د فکري جګړې ټول سنګرونه فتح کړي او دا سنګر مو په لوي لاس دښمن ته تسلیم کړی وو.یا به درته دا مبارزه بې تفاوته وه او یا مو هم دې سنګر ته وړ سپاهیان نه درلودل!
د جهادي مبارزې نه د شړلو په صورت کې به دې کس څه کول؟ ایا دا اړینه نه وه چې د فکري جګړې سنګر ته ودانګي او خپل ټول کدر په همدې مبارزه کې په کار واچوي؟
که د حکمتیار اوسنی موقف ارتداد وي؛ او یاهم له دې لورې د اسلامي نظام اقامه درته مهال ښکاري، بیا به له تاسو وپوښتو چې ستاسو او د امریکائې حکومت تر مینځ د مبارزې موازات به څه وخت یو بل قطع کړي؟ کوم نتایج مو لاتر اوسه ورباندې مرتب کړې؟ اسلام ته مو کومه کټه رسیدلي؟ ملت مو تر کومې کچې په ځان قانع کړی؟ د ملت لپاره کومه لاسته راوړنه لرئ چې د یو غوره بدیل په توګه درباندې راټول شي؟
د مسلمه امت د ننني ویرجن حالت غوښتنه داده چې ټول اسلامي نهضتونه په یو محور سره راټول شي، یو بل ته د معاون لښکر په توګه قایل شي، یو له بل سره د اسلامي اخوت په فضا کې غوره تعامل وکړي، د مبارزې هیڅ سنګر د دښمن په نفع خالي نه کړي، د مشترک دښمن د شکست کولو په پار خپل منځي اختلافات شاته وغورځوي، خپله مزیده انرژي د خپلمنځي اختلافاتو پر ځاي د اصل دښمن پر وړاندې صرف کړي. یو بل نفی کولو، حقیرولو او په اړه ئې د زهرجنو تبلیغاتو پاشل ګټه نه لري. نه کوم تنظیم له دې طریقه د بریا پړاو ته رسیدلی شي او نه هم په بل تنظیم د برتری سعادت خپلولی شي. د دې ډول کړنو ټول مفاد کفر ته رسیږي، په دې ډول کړنو دښمن پیاوړی کیږي، استفاده کوي او د مسلمانانو تر مینځ د خپلو شومو اهدافو د پلي کیدلو فرصت په لاس ورځي،
نو بیا ولې د دښمن د پیاوړتیا لپاره مبارزه وکړو؟! ولې د دښمن ضعف لپاره کار ونه کړو؟ ولې په دښمن زره چاودی حالت رانه ولو؟ ولې دښمن ته ونه ښییو چې موږ یو امت یو؟ زموږ غم او درد یو دی؟ موږ د خپل قانون د پلي کولو لپاره مشترک کار کوو.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button