جوانان

د حــزب اســـلامي رښتينی وارث څـوک دی؟!

د حــزب اســـلامي رښتينی وارث څـوک دی؟!

لیک: ولي محـمــد وهاج
کله چې د شوروي اتحاد په وړاندې د تاريخي مقاومت او بې سارې سرښندنې کېسه راپورته شي، نو د افغانستان فرد فرد ته د هغو خدايپالو زلميانو څېرې سترګو ته شي، چې د دغه خونړي او سړيخور ناتار په وړاندې د پوهنتون انګړ کې راولاړ شول، د خپل هيواد او نړۍ د آزادۍ په تکل يې خپل رب سره د شهادت او ځارينې لوړه وکړه، نړۍ ته يې د آزادۍ الهام ورکړ، ترهيدلي ولسونه يې د لاسه کړل او د ازادۍ وياړ يې وګاټه.
دا تاريخي او له قربانۍ ډک مزل نږدې #پنځوس کلن شو، کړاوونه او ربړې يې وګاللې، محروميتونه او تبعيدونه پرې وضع شول، په نيولو، وژلو او حذفولو يې نړيوالې سترې جايزې وټاکل شوې؛ خو دې ټولو داخلي او بهرني فشارونو د دوی ملا کګه نکړه او عزايم يې مړاوي نه شول، په پوره متانت او تدبير يې دا کاروان تر وروستي برخليک ټاکوونکې مرحلې راورساوه.
له شک پرته چې د دې خوځښت تر شا د سيمي او نړۍ وتلې څېره، د جهــــاد قائد او د سولې اتل، عالم او مدبر رهبر ښاغلی حکمتيار صيب ؤ، اوس هم کله، چې سيمې او نړۍ کې د حزب اسلامي يادونه کيږي نو وار د واره د محبوب مشر حکمتيار صيب هلې ځلې او نه هيريدونکې ستړياوې سترګو ته شي؛ لکه يو کمکی ماشوم چې د خپل پلار تر سيوري لاندې په ډيرو کړاوونو راستر شي او د کمال تر بريده ورسيږي؛ حزب هم د ډيرو کړاونو او بحرانونو په تاو کې د حکمتيار صيب د پام او څار په ترڅ کې تر دې ځایه راورسيد، د زړه وينې يې ورکړې خو حزب اسلامي يې راکوشير کړ او د ملت مخې ته يې بيا هنداره کړ.
دا به څومره له عقل او منطق خالي پريکړه وي، چې د حکمتيار صيب په شتون کې دې يو څوک نه يوازې دا چې حزب اسلامي د ځان وګڼي، بلکې حکمتيار صيب دې ترې مستثنی کړي!!
خيال است!! جنون است !! محال است !!
د افغانســـتان مجاهد پال ولس ستر ستر آرمانونه لري او د همدې آرمانونو د تحقق په هيله يې د خپل محبوب مشر حکمتیار صيب سره لار يوه کړې، دوی د اصولو سره تعهد کړی، دې ولس ته ارزښتونه مهم دي، ولس په هغه چا باور کوي، چې د دوی خزان خزان آرمانونه خړوبه کړي، په هغه چا خو بيخي باور نه کوي، چې د شخصي ګټو او ترجيحاتو لپاره يې د حزب دښمن ته لاس ورکړی او د هغه مټې يې مضبوطې کړي؛
ځوان نسـل او د پوهنتونونو هدفمند محصلين د خپل محبوب او مجاهد مشر تر شا ولاړ دي، دا ستر او ورځ تر بلې پراخيدونکی کاروان به په ټول توان د خپلو اهدافو لپاره کار کوي، هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د خپلو شومو موخو لپاره د حزب په آرمانونو سودا وکړي. د حزب اسلامي دويم نسل ژوندی دی، وضعيت په رډو سترګو څاري، د ښه او بد تفکيک کولی شي او اوس د دې جوګه شوی، چې د حزب اسلامي سوداګر او خواخوږي سره بېل کړي!!
موږ خپل ولس او په تېره ځوان او لوستي نسل ته ډاډ ورکوو، چې حزب زموږ و ستاسې کور دی، دا د ميليونونو شهيدانو کور دی، هېڅوک د دې حق نلري، چې په دې هوسا او ډاډمن انګړ کې د سپک او سپور هدف لپاره د اختلاف اورونه بل کړي؛ موږ به په پوره مېړانه د هغه چا مخه نيسو، چې په قربانيو يې معامله کړې او اوس هم د خپلې خيټې لپاره ناکامې هڅې کوي.
د تلپاتې سولې او يوالي په هېله!
ژوندي د وي د اسلامي نهضت اصیل لارویان

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button