اعلامیه هاسلایدر
له حزب اسلامي د دريو مخكنيو غړو د اخراج پرېكړه
بسم الله الرحمن الرحيم
اعلاميه
له حزب اسلامي د دريو مخكنيو غړو د اخراج پرېكړه
ځينو وروستيو پېښو او انكشافاتو ته په پام سره؛ د حزب اسلامي افغانستان اجرائيه شورى؛ په خپلي وروستۍ غونډي كي د رأيو په اتفاق وپتېله چي د ارغنديوال، انجنير محمدخان او داكتر انور عضويت په حزب كي د دې لپاره منتفي اعلان كړي چي له نورو گوندونو او ائتلافونو سره تعهد لري، د هغوى تگلارو او دريځونو ته ژمن دي او د هغوى په نفع كار كوي. د حزب د اصولو له مخي هغه څوك په حزب كي خپل عضويت له لاسه وركوي چي له بل گوند او تنظيم سره پټ يا څرگند تعهد لري. دوى ته ويل شوي وو چي كه د بېل تنظيم جوړولو شوق لرئ؛ خپل شوق پوره كړئ او په بېل نوم، آرم او نشان فعاليت وكړئ، چي په دې صورت كي به حزب اسلامي له تاسو، ستاسو له فعاليتونو او له هغو لوريو سره نه كومه ستونزه لري او نه كوم اعتراض، چي تاسو ورسره يوځاى شوي يئ، حتى كه د حزب اسلامي له داسي حريفانو او رقيبانو سره هم يو ځاى شئ او په څنگ كي ئې وخوځېږئ چي له حزب اسلامي سره زړه دښمني پالي او نه پخلا كېدونكي دي، خو له داسي كار ډډه وكړئ چي لانجې زېږوي او تقابل او تصادم رامنځته كوي. متاسفانه هغوى دې توصيو ته اعتناء ونه كړه، او حزب اسلامي ته ئې له دې پرته بل بديل پرېنښود چي د دوى د عضويت ختمولو پړېكړه اعلان كړي.
حزب اسلامي خپلو ټولو متعهدينو، افغان ولس، سياسي گوندونو، د ملي وحدت حكومت او ټولو اړوند ذيدخلو لوريو ته په واضح الفاظو وايي: له نن وروسته دا درې تنه نه د حزب اسلامي غړي دي، نه استازي، نه د حزب اسلامي په نامه د فعاليت او كوم امتياز ترلاسه كولو حق لري، او نه دا چي په حزب اسلامي پوري تړلي عنوانونه او ارزښتونه وكاروي.
كه څه هم حزب اسلامي په ناسالم رقابت باور نه لري، دې ته ترجيح وركوي چي هېواد محدود شمېر ستر او ملت شمول گوندونه ولري، څوك چي د سياسي مبارزې هوډ او اراده لري؛ له يوه ستر او په زعم ئې تر ټولو غوره گوند سره دي يو ځاى شي، په قومي، محلي او ژبني بنسټونو رامنځته شوي واړه گوندونه نه يوازي كوم اغېزمن كار نشي كولى، پر فعاليتونو ئې د پام وړ گټه نشي مرتب كېدى او په جرياناتو كي كوم مؤثر او مثبت اغېز او ونډه نشي درلودى؛ بلكي د بې هدفو او اماتور مبارزينو د پېر پلور بازار ته رونق وركوي. خو كه نور لوري همدا ناوړه او ناسالم اسلوب غوره كوي؛ نو حزب اسلامي دا حق ځانته خوندي ساتي چي له دوى سره بالمثله چلن وكړي.
دولت له حزب اسلامي سره يوه داسي معاهده لري چي د دواړو لوريو مشرانو لاسليك كړې، نړۍ والي ټولني هم د هغې ملاتړ او حمايت كړى، ټول دولتي بنسټونه مكلف دي د دې معاهدې درناوى وكړي، موادو ته ئې التزام ولري او له داسي تصرفاتو ډډه وكړي چي د معاهدې د نقض معنى لري. كه دولتي بنسټونه معاهده نقض كړي نو حزب اسلامي به د وحدت ملي حكومت او د معاهدې په اړه نوى او مناسب تصميم نيسي.
هغه چي گمان كوي د ناسالم رقابت له لاري او له حزب اسلامي د څو تنو په بېلولو، پاللو، كارولو او عنوانونو سره به حزب اسلامي ته كوم سرخوږى راولاړ كړي، څو ورځي به ئې په غير ضروري چارو كي مصروف وساتي او له خپلو پراخو سياسي او فكري فعاليتونو به ئې پام بل لوري ته واړوي؛ غلط پوه شوي او سخته اشتباه كوي، بايد متوجه وي چي په تېرو پنځوسو كلونو كي د حزب اسلامي ستر ستر ځواكمن او شتمن كورني او بهرني دښمنان ونه توانېدل د حزب اسلامي د غړو په وژلو، تړلو، شړلو، ځورولو، گواښلو، محرومولو، محاصره كولو او حتى پېرلو او استخدامولو …. سره او د حزب په ضد د پراخو زهرجنو او دروغجنو تبليغاتو له لاري حزب تضعيف كړي، د ورځ په ورځ ځواكمنېدو، پراخېدو او د ملت له پراخ حمايت او ملاتړ برخمنېدو مخه ئې ونيسي، يو ئې شهيد كړى پر ځاى ئې لس شهادت غوښتونكي اضافه شوي، يو د تبليغاتو تر اغېز لاندي تللى او له حزب بېل شوى په عوض كي ئې سل مصمم، هوډمن، هدفن او هوښيار نوي غړي له حزب سره يو ځاى شوي. دا نن نن او له سختو ورځو تېرېدو وروسته حزب اسلامي تر بل هر وخت زيات ځواكمن او له دروند اعتبار برخمن دئ او په ولس كي پراخي او ژوري جرړي لري، هره ورځ په سلگونو نوي غړي مخصوصاً منور او مؤمن ځوانان له حزب اسلامي سره يو ځاى كېږي، د پيوستون لړۍ ئې دومره ځلانده او پراخه ده چي ټول رقيبان او دښمنان ئې سخت وېرولي.
حزب اسلامي افغانستان
21 حوت 1396