سلایدرسیاسی

حزب اسلامي او څو تابعيته عناصر!!

حزب اسلامي او څو تابعيته عناصر!!

لیک: حقپال
متأسفانه يو ځل بيا د دې شاهد يو چي ځيني افراد ځان حزب ته منسوبوي، له دې لاري له يوه او بل امتيازات ترلاسه كوي؛ خو په حقيقت كي له نورو ډلو سره پټ تعهدات لري او د هغوى په گټه او د حزب اسلامي په زيان هڅي كوي. دوى نه كوم سپېڅلي او معنوي آرمان ته ژمن دي، نه وفا لري، نه د اعتماد وړ دي، نه د چا په درد خوري، د خپلو غرضونو لپاره له يوه بل ته درومي، د قرآن په وينا: مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا : په همدې كي مذبذب او متردد، نه د دغو په لوري دي او نه د هغو په لوري او الله چي څوك بې لاري كړي هيڅ لار به ورته ونه مومې.
يعني هغه چي د مؤمنانو او د دوى د دښمنانو تر منځ مذبذب وي، كله يوه ته سر ټيټ كړي او كله بل ته، دوى د هيچا ملگري نه دي، نه هغوى ته مخلص وي او نه دوى ته، د خپل نفس بنده او د خپل شيطان ملگري وي.
د حزب اسلامي د اصولو تقاضاء دا ده چي د حزب هيڅ متعهد غړى دا حق نه وركوي له بل سياسي گوند سره تنظيمي تعهد او تړاو ولري، د حزب اسلامي د تگلاري او دريځ مخالفت او د حزب په خلاف تبليغات وكړي او په دريځونو او تگلاري ئې په رسنيو كي نيوكي او اعتراضات وكړي. څوك چي دا كار وكړي په حزب كي خپل عضويت له لاسه وركوي. داسي مشكوك عناصر؛ كه سابقه ئې هر رنگي وي او ادعاء ئې هر ډول؛ د دښمنانو ملگري وگڼئ، او له ځان ئې لري كړئ، مه اعتماد پرې كوئ او مه حساب.
د حزب اسلامي مخلصو غړو ته مي سپارښتنه دا ده: هغه افراد چي په اوسنيو ظروفو او شرائطو كي له حزب بېل پاته شوي او له نورو ډلو سره يو ځاى شوي، كه په راتلونكي كي خاپوړو هم حزب ته راشي مه ئې منئ او مه اعتماد پرې كوئ. دوى په دې مبارك صف كي د عضويت او پاته كېدو وړتيا نه لري، ځاى ئې همغه دئ چي نن ورسره دي. كه حزب ته راځي نو قصد به ئې بيا هم د حزب له نامه، اعتبار او حيثيت د مخكي په څېر غلطه استفاده وي نه بل څه.
دا هم د تأسف ځاى دئ چي ځيني اشخاص او ډلي له حزب اسلامي سره د رقابت له كبله څو مرور او بېل شوي پاروي او پالي او د حزب اسلامي په نامه ئې راوړاندي كوي!! د دوى په اړه بايد ووايو: حزب اسلامي اوس درې زره كسيزه ستره مركزي شورى لري چي ډېرى غړي ئې د يوې شفافي طريقې له لاري غوره شوي، په دې شورى كي د حزب اسلامي د مخكنۍ مركزي شورى ټول غړي؛ په استثناء د څلور پنځو؛ عضويت لري، دا د گوتو په شمېر غړي داسي دي چي ځينو لا ډېر وړاندي له جمعيت سره تعهد كړى، يا هغه چي له داكټر عبد الله او عطاء محمد نور سره متعهد دي، او له شوراى نظار سره يو ځاى شوي او يا له سياف سره په يوه ائتلاف كي شامل شوي. موږ پر دې هيڅ اعتراض نه لرو چي نوموړي له دغو ډلو او اشخاصو سره د افرادو په توگه يو ځاى شي، خو دوى نه د حزب اسلامي استازي دي او نه دا حق لري چي د حزب اسلامي نوم وكاروي، كومه ډله او ائتلاف چي د ناسالم رقابت او حسادت له كبله دا ناسم اسلوب غوره كوي او افراد هڅوي چي د حزب اسلامي له نوم او دروند اعتبار غلطه استفاده وكړي، هغوى بايد متوجه وي چي حزب اسلامي كولى شي بالمثله عكس العمل وښيي، د دوى منشعب شوي شخصيتونه او ډلي د اړوند گوندونو د اصلي وارثينو او ممثلينو په توگه ومني، وپالي او حمايت كړي. كه افغان حكومت، امريكا، د ايران استخبارات او نور د حزب اسلامي په نامه د كومي ډلي د جوړولو مخكنۍ ناكامي تجربې بيا تكرار كړي؛ بايد پوه وي چي د مخكي په څېر به د دوى هڅي شنډي او بې نتيجې پاته كېږي، حزب اسلامي ته نه بلكي ځان ته به ستونزي راپيدا كړي او حزب اسلامي به بالمثله غبرگون ته اړ كړي.
د حزب اسلامي ټولو متعهدينو، افغان ولس، سياسي گوندونو، دولت او بهرنيو لوريو ته په واضح الفاظو وايو: له نن وروسته په حزب اسلامي كي د دوه تابعيته غړو لپاره هيڅ ځاى نشته، د هغو افرادو عضويت په حزب كي ختم شوى چي له بل گوند او ائتلاف سره تعهد لري، د هغوى نوم بدي مشران، غلطي تگلاري او ناوړه مواقف ستايي، او په داسي حال كي له دوى سره په يوه صف كي ودرېږي چي له حزب اسلامي سره ئې مخالف دريځ او تگلاره غوره كړې. له دوى سره ښايي چي په همدې گوندونو كي د غړو په توگه شامل شي، د دې پر ځاى چي د حزب اسلامي د دښمنانو په وينا او د هغوى د ارضاء لپاره له حزب سره د تقابل دريځ غوره كړي او نوري ډلي له حزب اسلامي سره ناسالم رقابت ته اړ كړي!! كه دا افراد له دې غلطيو لاس وانخلي؛ نو حزب به مجبور وي د يوې اعلاميې په ترڅ كي د دوى اخراج رسماً اعلان كړي.
ټول بايد دا په پام كي ولري چي په تېرو پنځوسو كلونو كي نه شوروي اتحاد او برېڅي ئې وتوانېدل متحد او ځواكمن حزب اسلامي تجزيه او تضعيف كړي، نه امريكا او متحدين ئې او نه ايران او عمال ئې. اوس چي حزب اسلامي تر بل هر وخت زيات ځواكمن، مضبوط، متحد او د افغان مؤمن ولس د غوڅ اكثريت له پراخ حمايت او ملاتړ برخمن دئ؛ څنگه به داسي ناچل او كمزوري حركتونه حزب او دروند اعتبار ته ئې صدمه ورسوي!!

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button