خبرهای داخلیسلایدر
محترم حکمتیار د طالبانو د سياسي دفتر له بندولو سره مخالفت وکړ
د حزب اسلامي افغانستان امير وايي، له طالبانو سره بايد خبرې وشي او د دوی د سياسي دفتر بندول هېڅ ګټه نلري، بلکې تاوان کوي.
ښاغلي حکمتيار دغه څرګندونې د يک شنبی په ورځ د هود خيلو له قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړې.
ورور حکمتيار وويل: د طالبانو د سياسي دفتر بندول به يو غلط اقدام وي او موږ يې ملاتړ نه کوو.
د حزب اسلامي امير زياته کړه: په بهر کې د طالبانو سیاسي دفتر د اړيکو ټينګولو لپاره يو ښه ادرس دی او له دې دفتر څخه بايد د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره ګټه پورته شي.
ورور حکمتيار دا هم وويل چې له طالبانو سره د جګړې دوام د حل لاره نه ده او هېڅوک نشي کولی د جګړې له لارې خپل سيال وځپي. له دوی سره بايد د سولې خبرې پېل شي او معقولې غوښتنې ئی ومنل شي.
د حزب اسلامي امير پر طالبانو هم غږ وکړ چې د خبرو مېز ته کيني، ځکه دده په وينا روانه جګړه ګټونکی نلري او د پرديو د ګټو لپاره ترسره کيږي .