کُردان استقلال غواړي!!!
لیکنه: منصور
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کُردان د استقلال په نامه مبارزه کوي او پرون یې د خپلواک کردستان لپاره د نظر پوښتنې په صندقونو کې رائيې واچولې، د نظر پوښتنې نتائج له وړاندې معلوم دي او شايد په مطلق اکثريت د کردستان تش په نامه استقلال تائید شي، کُردانو له نظر پوښتنې وروسته ټوله ورځ په جشنونو تېره کړه او د ټولو ګمان دا وو چې موږ آزادي اخلو!!!
کُردان د مېړني صلاح الدين د وياړلي تاريخ په بدل کې هغه مهال چې امت خپل زعامت او خلافت له لاسه ورکړ، وريت او قربان شول، دوی خپل هویت او وحدت له لاسه ورکړ او د اسلام قسم خوړلو دښمنانو د دوی په سينه داسې کرښې رسم کړې چې د دوو په ځای په درې او څلورو ټوټو ووېشل شول، د دې قوم مېړنی تاريخ لامل شو چې دوی د نړۍ د نورو قومونو په شان د ګډ ژوند حق او اختیار هم له لاسه ورکړي، او په ډېر ظالمانه توطئې کې خپل هر څه له لاسه وکړي.
کُردي قوم له تجزيې وروسته خپل هويت، کلتور او اخلاق تر ډېره له لاسه ورکړل او د رافضي او سېکولر ديکتاتور نظامونو تر سيوري لاندې د نړۍ د مظلومو قومونو په شان خوار او ذليل شول، او پایله دا شوه چې د دې قوم اوسني نسلونه د خپلو باتورو پلرونو هر څه هېر او د يو وياړلي قوم په حیث خپل ارزښتونه له لاسه ورکړي، دوی اوس نه يوازې پخواني کُردان ندي پاتې بلکې اوس د څو پلورل شوو مشرانو تر شا د همغو دښمنانو په چوپړ کې دي چې د دوی هويت او وحدت یې ترې اخيستی.
آزادي او وحدت د دې قوم مسلم حق دی او باید ورکړل شي، خو متأسفانه د نن ورځې آزادي غوښتونکي کُردي مشران هغه غلام او مزدور مشران دي چې په دې غولوونکو شعارونو غواړي په سيمه کې يو بل اسرائيل جوړ کړي، د کُردانو د نن آزادۍ غوښتنه د دوی د ضمير آواز او د حق غوښتنه په اصل کې د څو پلورل شوو مشرانو د هوسونو ښکار دی چې غواړي په سيمه کې د نورو اسلامي ولسونو تر منځ د غربي دښمنانو په اشاره یوه بله سرطاني غده وزېږوي او د مسلمانو ولسونو تر منځ د اختلاف او تصادم يوه بله جبهه جوړه کړي.
پرون د کُردانو تجزيه د اسلام د دښمنانو توطئه وه او همدا ئې له منافعو سره اړخ لګاوه او نن د کُردانو په نامه خود مختاره سيمه او هېواد جوړول د دښمنانو غوښتنه ده، لکه څنګه چې پرون د کُردي قوم په تجزيې موږ دردمن شوو او د دښمنانو توطئې پلې شوې، نن هم د دې قوم په نامه د غلامو او مزدورو مشرانو په غوښتنې د آزادۍ غولوونکی شعار زموږ د امت په وړاندې يوه بله توطئه ده، موږ آزادي د هر قوم مسلم حق ګڼو خو د آزادۍ په نامه د پلورل شوو خلکو تر شا د کُردي قام درېدل يوه بله فاجعه ګڼو.