خبرهای داخلیسلایدر
د يو شمېر کورنيو او بهرنيو رسنيو سره د حزب اسلامي د مشر د خبرو لنډيز
چهار شنبه، د سنبلې ۸مه
د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير ګلبدين حکمتيار د چهار شنبې په ورځ له يو شمېر کورنيو او بهرنيو رسنيو سره په خبرو کې وويل، ايران دې د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی وکړي او د افغانستان په چارو کې دې له مداخلې ډډه وکړي.
ښاغلي حکمتيار وويل، د ايراني جنرالانو دا وينا د منلو نه ده چې وايي، د افغانستان په دريو ولايتونو کې فعال استخباراتي حضور لري، او يا يې بې پيلوټې الوتکې له پولې ديخوا راوړي.
ښاغلي حکمتيار د ایران د ولسمشر حسن روحاني د هغو څرګندونو په هکله يو ځل بيا غبرګون وښود، چې ويلي يې و، په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړېدو پر وړاندې بې تفاوته نشي پاتې کېداى.
ملي قائد وويل، د ايراني مشرانو ځينې سرغړونې او اظهارت ناسم دي او ناوړه پايلې لرلای شي او ایران بايد دا حق ځانته ور نکړي چې زموږ ملي حاکميت تر پښو لاندې کړي.
د حزب اسلامي امير زياته کړ، ایراني مشران دې د داسې څرګندونو څخه په کلکه ډډه وکړي چې له ګاونډيانو سره د افغانستان اړيکې له ستونزو سره مخامخ کوي.
ورور حکمتيار وويل، له ګاونډيو هېوادونو غواړو چې افغانستان ته دې وسلې نه راليږدوي، د جگړې پر دوام دې پانگونه نه کوي او له افغانانو سره دې د سولې په تأمين کې مرسته وکړي.
د حزب اسلامي امير دغه راز د هېواد په شمال کې وروستيو ناکراريو ته هم اشاره وکړه او وې ويل، د شمالي ولايتونو په ډيرو سيمو کې جګړې قومي بڼه غوره کړې ده او په شمال کې د پښتنو او ګوجرو شاوخوا ٤٠ زره کورنۍ اړ شوي چې له خپلو سيمو کډه شي.
نوموړي زياته کړه، په شمال کې يو شمېر ډلې د پرديو د وسلو په زور مسلط شوي او د خلکو ځمکې او جايدادونه يې غصب کړي دي.
ورور حکمتيار وويل، په هېواد کې روان جنګ یواځې هغه مهال ختميدلی شي، چې دولت په خپلو تګلارو کې له سره کتنه وکړي، موازي حکومتونه لمنځه لا ړي شي او د پرديو لاسوهنې بندې شي.
د ټاکنو په هکله ورور حکمتيار وويل، موږ په ټاکنو باور لرو او غواړو چې راتلونکې ټاکنې رڼې او عادلانه وي او په ناامنو سيمو کې هم د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مناسب شرايط برابر شي.
د حزب اسلامي امير څرګنده کړه، حزب اسلامي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې فعاله ونډه اخلي، خو د جمهوري رياست په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون پریکړه لا نده شوې.
د حزب اسلامي مشر وويل، موږ غواړو چې د اقتدار په لېږد کې يو څاڅکی وينه هم توی نه شي او د شفافو انتخاباتو پرته واک ته د رسېدو ټولې لارې د تل لپاره بندې شي.
د امريکا متحده ايالتونو د نوې پاليسۍ په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې د حزب اسلامي امیر وويل، که امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي، پایلې به یې خطرناکه وي.
هغه وويل، د افغانستان لپاره د امريکا نوې پاليسي مبهمه ده او په جګړې ټينګار د پخوانيو ناکامه تجربو تکرار دی.
ملي قائد وويل: «حزب اسلامي له هېڅ لوري او ډلې سره په جنګ کې ښکیل نه دی او په راتلونکي کې هم په جنګ کې ښکېلیدل نه غواړي او په سالم رقابت باور لرو.زموږ ولس له جنګ او جنګ غوښتونکو کرکه لري، دا جنګ پرديو پر موږ تحميل کړی، هغوی يې په دوام ټينګار کوي او يو شمېر افغانان يې د جګړې د غځولو لپاره استخدام کړي دي.»
ښاغلي حکمتیار دغه راز زیاته کړه، روانه جګړه د هېواد او ولس په زيان ده او يواځې د افغانانو د دښمنانو له دې جګړې څخه ګټه پورته کوي، خو افغان ولس نور له دې حالت نه ستړی دی، سوله غواړي او د جنګ او جنګ غوښتونکو ملاتړ نه کوي.
معزز مشر وويل: «حزب اسلامي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له دولت سره د سولې معاهده لاسليک کړې، ټولو ته مو د ورورۍ لاس غځولی او له هېڅ لوري سره د جنګ اراده نه لرو.»
ښاغلي حکمتیار زياته کړه، د دولت او حزب اسلامي تر منځ د لاسليک شوې معاهدې څخه دې څوک اندېښنه نه لري، ځکه حزب اسلامي غواړي چې جګړه په بشپړ ډول او د تل لپاره پای ته ورسيږي او سوله تأ مين شي
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل، چې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د معاهدې له لاسليک وروسته ژور بدلونونه راغلي دي، له جنګ غوښتونکو څخه د خلکو ملاتړ مزيد کم شوی دی او خلک راتلونکي ته هيله من شوي دي .
ورور حکمتيار وويل، د يادې معاهدې له لاسليک وروسته جنګ غوښتونکو په ملت کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی، خلک د دوی په غونډو کې له ګډون ډډه کوي او د دوی په شعارونو باندې نور نه غوليږي.