جوانان
ولي مو ځوانان ژر ځواب ته چمتوالې نیسي؟!
ولي مو ځوانان ژر ځواب ته چمتوالې نیسي؟!
عبدالقادر سباوون
پر ځاي د دي چي غوږ ونيسي او فکر وکړي چمتو وي چي ژر ځواب ووايي خو په دي ډب هم نه وي چي ځواب به يي څه پايلې ولري.
ډیرې وخت دغسي ځوانان د خپل شهرت په لټه کي وي، خو خبر نه وي چي شته عزت يي هم د خپل عقل په غلو لوټ مار کړي وې.
چي بيرته خپل موقف ته راګرځيدل ورته د توکړو لاړو حسيت لري.
ډيرې دغه ډول ځوانان د کمي مطالعي، محدودو ځانګړي کتابونو لوست او د تعصباتو په اغزنو ساحو کي خپلي شپي او ورځي د مرګ تل ته ټيل وهي.
ډيرې دغه ډول ځوانان خبري ته غوږ هم نه نیسي څه يي چي زړه غواړي هغه کوي او د استدلال د بري لپاره هره نامشروع لاره په کار اچوي.
حقيقت دي چي ځوانان هميش حساس طبیعته وي، ډير ژر غواړي چي يو څه تر سره کړي.
زغم يي په وجود کي د نوکر په څير شپي او ورځي د سبا په نيت زغلوي، احساسات يي د وجود په ټولو برخو حاکميت کوي.
ډيري دغه ډول ځوانان له اسلامي پوهي سره د ناراضه ګاونډي په څير چلند کوي، نشي کولي چي د خپل فکر ټولي چاري په قراني پوهه ورغوي او آن تر دي چي ځيني وخت د خپلي محدودې پوهي په مټ ځان د کفر تر سرحده رسوي.
څه ډول کولي شو چي له پورته خطرناکو ناروغيو ځان وژغورو؟
زما په آند د بشپړو اسلامي قوانينو لوستل او هغه عملي کول د پورته ستونځو لپاره يو مؤثر علاج دي،چي د ځان ژغورنې هر مخيزه مسايلو ته پکي په پوره درناوي اشاره شوي، او د ژوند د اساس نه نيولي آن تر پايه پوري ټولي لاري چاري پکي په اساسي ډول د يو منظم شکل په څير واضح شوي. اخلاقو او انسان پيژندني ته پکي ښورا زياته برخه ځانکړي شوي، چي ځوانانو ته د ځان ژغورنې لپاره يو ښکاره او ښه عبرت دي.
دوهم: مخکي له دي چي يو څه ووايو بايد فکر وکړو، د موضوع په اساس سر خلاس کړو، په بشپړ ډول يي وڅيړو او له هري زاويې څخه ورته په زغرده متوجي شو، بيا د خداي په مرسته نوموړي موضوع ته په پوره عاجزي سره د خپل نيمګړي فکر نه داسي څه د نورو مخ ته وړاندي کړو چي په تمامه معنی پکي د اسلامي، کلتوري او ميلي شتمنيو درناوي شوي وې.